منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۳ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پنځه کلنه مدينه د سوال کولو پرځاى واټونو کې ايشيدلې هګۍ پلوري

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې

کندهارښار(پژواک،٦مرغومى٩٤): دکندهار ولايت اوسيدونکې پنځه کلنه مدينه د خپلو اقتصادي ستونزو د حل په موخه د سوال کولو پرځاى د دې ولايت په واټونو کې ايشيدلي هګۍ پلوري.

شپه يخه او باراني ده، د ښار پر واټونو کم خلک او موټر تر سترګو کېږي، خو پر سړک يوه وړه ماشومه ولاړه ده، په خپلو وړو لاسونو يې کاسه نيولې او يو څو ايشيدلې هګۍ اوکچالو يې په کې خرڅلاو ته ايښي دي.

دغه وړه نجلۍ پر سړک هر تېرېدونکي موټر ته ور منډه کړي چې ګوندې ايشيدلې هګۍ اوکچالو به ورڅخه وپيري، خو پرته له دې چې پام ورته وکړي په بې پروايي ورڅخه تېر شي.

دا د کندهار ښار د يوې اوسېدونکې پنځه کلنې مدينې د ستړي ژوند کيسه ده چې د خپلې کورنۍ غربت او بې وزلۍ دې حال ته رسولې ده.

پنځه کلنه مدينه د ښار له نورو ماشومانو بېخي جلا ده، هغه سوال نه کوي، نه يوازې دا چې ښوونځي ته ځي، بلکې د خپلې کورنۍ د لاسنيوي په خاطر پر ځان ډېر کړاو تېروي او تر نيمې شپې ايشيدلې هګۍ او کچالو پلوري.

ماشومه مدينه په ډېرې سختۍ له پژواک خبري اژانس سره خبرو ته حاضره شوه، ځکه د دې په وينا، مور يې ورته ويلي چې بيا يې ګاونډيان بد ورپسې وايي.

خو په خبرو خبرو کې هغه راضي شوه چې پژواک ته د خپل ژوند کيسه وکړي.

مدينې خپلې خبرې له دې ځايه را پيل کړې چې مور يې ورته ويلي: ((سوال مه کوئ، خواري وکاږئ او خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړئ.))

دا وايي، پلار يې ژوندى دى، خو کار نه ورته پيدا کېږي، هره ورځ سهار د مزدورۍ په نيت له کوره وځي، خو ډېر وختونه بيرته تش لاس کور ته راځي.

د دې په خبره، ځکه نو دا مجبوره ده چې له خپل مور او پلار سره مرسته وکړي او د کورنۍ لپاره يو څو پيسې وګټي.

مدينې په ډېر ارمان وويل، که پلار ته يې کار پيدا کېدلى، نو دا به مجبوره نه واى چې ايشيدلې هګۍ او کچالو وپلوري.

د مدينې د ژوند حيرانوونکى ټکى دا دى چې په کم عمر هومره ډېر کار کوي، چې ډېر د لوى عمر وګړي يې نه شي کولى.

دا وايي: ((هر سهار وختي مکتب ته ځم، غرمه چې له مکتب څخه راشم، ډوډۍ خورم او بيا زموږ د همسايګانو په کور کې د ماسپښين تر دريو بجو قران شريف وايم، وروسته مې مور هګۍ او کچالو ايشوي او په څلورو بجو له خپلې خور سره يو ځاى عينو مېنې ته راځم او دلته يې دشپې تر ناوخته خرڅوم.))

هغه زياتوي، ډېر مهال يې هګۍ او کچالو نه خرڅېږي، خو چې کومه ورځ ټولې خرڅې شي، نو ٥٠ افغانۍ ګټه ورته پاتې کېږي، چې مور يې ورباندې ډوډۍ او د اړتيا وړ نور توکي اخلي.

د دې په خبره، کله چې دشپې ناوخته کور ته ځي نو ډېره ډارېږي، ځکه کور يې ډېر لرې دى او مور يې په دروازه کې په انتظار ولاړه وي.

مدينه وايي، ډير يې زړه غواړي چې يوازې يې زده کړې کولى، کار يې نه کولى او مور او پلار يې ټولې اړتياوې پوره کولى، خو چې د هغوى بې وسي ته ګوري نو مجبوره ده چې دا هم کار وکړي.

دا زياتوي، د ژوند تر ټولو لوى ارمان يې دا دى چې پلار ته يې کار پيدا شي او دا يوازې درس ووايي او په  راتلونکې کې ښوونکې يا ډاکټره شي.

د مدينې بله خور رنګينه نومېږي چې شاوخوا اووه کاله عمر لري او دا هم له خپلې خور سره يو ځاى د کندهار ښار پر واټونو د شپې تر ناوخته ايشيدلې هګۍ او کچالو پلوري.

رنګينه وايي، ښوونځي ته ځي او په څلورم ټولګي کې زده کړې کوي، خو د دې تر څنګ کار هم کوي.

د دې په خبره، کله چې نور ماشومان ويني چې ښه ارام او اسوده دي، نو زړه يې ډېر خپه شي، خو چې هغو ماشومانو ته وګوري چې له مجبورۍ سوال کوي، نو خپل زړه په دې خوشحاله کړي چې لږ تر لږه د سوال کولو پر ځاى کار کوي.

دا وايي، مور او پلار يې په دې خوښ نه دي چې دا او ماشومه خور يې کار وکړي او تر نيمو شپو هګۍ وپلوري، خو هغوى مجبور دي او بله لار نه لري.

رنګينه له حکومت څخه غوښتنه کوي چې لومړى دې امنيت ښه کړي او بيا دې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي، څو هغوى مجبور نه شي په خپلو اولادونو په کم عمر کې کار وکړي او له درس ويلو پاتې شي.

دا يوازې مدينه او رنګينه نه دي چې د هېواد حالاتو او ستونزو په دې حال کړي دي، بلکې دلته د هرو سلو ماشومانو له ډلې پنځلس يې يا په کم عمر کې شاقه کارونه کوي او يا غربت سوالو کولو ته اړ کړي دي.

په کندهار کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون د ماشومانو د څانګې مسوولين وايي، په دې ولايت کې شاوخوا ١٥ زره ماشومان درانه او سخت کارونه کوي چې لامل يې بې وزلي او د کورنيو نه پاملرنه ده.

د يادې شوې ادارې د ماشومانو د څانګې مسوول شمس الدين تنوير پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه سروې چې د اروپايي ټولنې له خوا په کندهار کې شوې، ښيي چې دغلته ١،٧ سلنه ماشومان درانه کارونه کوي.

هغه زياته کړه، د کندهار ټول نفوس ٢ ميليونه تنه اټکل شوى، که د شوې سروې له مخې محاسبه وشي نو دا پايله لاسته راځي چې دغلته شاوخوا ١٥ زره ماشومان په درنو او سختو کارونو بوخت دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ډېرى دغه ماشومان چې عمرونه يې له ١٥ او ١٨ کلونو څخه کم دي، اته ډوله سخت کارونه کوي چې په کې مستريخانه، ساختماني چارې، د کثافاتو ټولول او نور راځي.

هغه زياتوي، د ماشومانو د درنو کارونو په برخه کې تر ټولو ځورونکى کار چې ډېر مهال د هغوى روغتيا هم اغېزمنوي د کثافاتو ټولولول دي، چې د مخنيوي لپاره يې جدي هڅو ته اړتيا ده.

تنوير وايي، ډېرو ماشومانو د خپلو کورنيو د بېوزلۍ او ټيټ اقتصادي وضعيت له امله سختو کارونو ته مخه کړې ده، اصلي جرړه يې جګړې او ناامنۍ دي، چې له امله يې ډيرى ماشومان بې سرپرسته شوي هم دي.

د ده په خبره، د حکومت تر څنګ په خپله وګړي هم دنده لري چې په ټولنه کې د ماشومانو د ملاتړ فرهنګ عام کړي او هغوى ته د سختو کارونو پر ځاى د زده کړې او سالمې روزنې شرايط برابر کړي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد