جلال اباد، مهترلام (پژواک،١٠ مرغومی۹۴): د ننګرهار او لغمان ولايتونو په څه دپاسه زرو کورنيو مرستې ووېشل شوې.
په ننګرهار ولايت کې نهه سوه هغو جګړه ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې د پچيراګام او شينوارو له ولسواليو بې ځايه شوې دي.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د مرغومي په ۹مه، پژواک اژانس ته وويل، چې دا مرستې د سعودي عربستان د خيريه مرستو د نړيوالې ټولنې له لوري برابرې شوې دي.
والي وويل، چې په دې مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې او نور خوراکي توکي شامل دي.
کندوزي زياته کړه: ((په ننګرهار کې د بې ځايه شوو کورنيو شمېر ډېر دی، موږ له مرسته کوونکو ټولنو هيله لرو چې خپلې مرستې را ورسوي، څو اړمنو کورنيو ته يې ووېشو.))
د ننګرهار د ګډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيري پژواک ته وويل، چې دا مرستې د اچين، نازيانو، پچيراګام، بټي کوټ، ده بالا او چپرهار ولسواليو پر بې ځايه شوو ووېشل شوې.
د کډوالو رييس وويل: ((ننګرهار ولايت کې تر ۲۷ زره ډېرې کورنۍ بې ځايه شوي، موږ يې تراوسه کابو ۱۰ زره کورنيو ته مرستې رسولي او د نورو هغو سروې او د مرستو لړۍ روانه ده.))
نوموړي زياته کړه، چې ياده مرسته د کډوالو چارو وزارت په همکارۍ برابره شوې او نن اړمنو کورنيو ته ووېشل شوه.
د اچين ولسوالۍ يو بې ځايه شوي ناصرخان پژواک اژانس ته وويل، چې د دې مرستو پر ترلاسه کولو خوښ دي، خو بسنه ورته نه کوي.
هغه زياته کړه: (( د شينوارو د جګړو له امله ډېرې کورنۍ په ډاګونو او کنډوالو کې مېشته شوي، هوا سړه ده او دا کورنۍ ډېرې په ستونزو کې دي، هيله ده چې له موږ سره نورې مرستې هم وشي.))
دغه راز د ننګرهار والي همدا نن د سعودي عربستان د خيريه مرستو نړيوالې ټولنې له رييس حسن شخبر سره په ناسته کې غوښتنه وکړه، چې د مرستو دا لړۍ اوږده کړي.
د ننګرهار ولايت له مقام څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: (( والي غوښتنه وکړه، چې دغه ټولنه دې د ننګرهار د مدرسو او جوماتو په جوړولو کې مرسته وکړي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP