کابل (پژواک،١٣ مرغومى ٩٤): د افغانستان فوټبال ملي لوبډله، نن ماښام د اسيا سوېلي سياليو په لړ کې د اتلولۍ جام د ترلاسه کولو لپاره د هند په وړاندې ميدان ته ولاړه، خو تراوسه پورې (د ماښام ٧:٥٠بجې) هند دوه او افغانستان يو ګولى وهلى دى.
د سويلي اسيا د لوبو کوربه د هند هېواد دى او وروستۍ سيالي د افغانستان په وخت نن د ماښام شاوخوا ٥:٣٠ بجې د افغانانو په ګډون د زرګونو نندارچيانو په بدرګه پيل شوه.
که افغانستان د دې سياليو اتل شي، کولى شي چې د اسيايي هېوادونو په جام کې خپله د شتون وروستۍ برخه چې ټاکل شوې ٢٠١٩ کال کې عربي متحده اماراتو کې ترسره شي، ترلاسه کړي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې درې ورځې وړاندې د دې سياليو د نيمه پايلوبې په څلورم دور کې د سريلانکا ملي لوبډلې ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه او له دې وړاندې يې د بنګله دېش پر وړاندې د څلور پر صفر، د بوتان پر وړاندې درې پر صفر او د مالديو پر وړاندې څلور پر يو ماتې ورکړې ده.
د افغانستان ملي لوبډلې چې تر اوسه يې ١٦ ګولونه ترسره کړي او يو ګول يې له لاسه ورکړى، نن د هند له هېواد سره A ډله کې په لومړي سرکې ځاى لري، د اتلولۍ جام د خپلولو لپاره هڅه کوي.
د دې سياليو خپريدل له ځينو ټلويزيوني چينلونو څخه په ژوندۍ بڼه دوام لري.
خلک د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دې سياليو پيل ته سخت انتظار وو، کابل ښاريانو د برېښنا له رياست څخه غوښتنه کړې وه چې د سياليو پرمهال دې برېښنا نه بندوي، د برېښنا رياست د خلکو دا غوښتنه منلې او غوښتنه يې کړې ده، چې له ډېرو برقي وسايلو څخه استفاده و نه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ويل کېږي د ملي شورا د ځينو غړو په ګډون يو شمېر دولتي کسان د فوټبال ملي ټيم د ملاتړ او هڅولو لپاره هند ته تللي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP