منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:53 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
لوبېغړي

د افغانستان او هند تر منځ د فوټبال سيالي پيل شوه

· 2 دقیقې لوستل · 134 کتنې

کابل (پژواک،١٣ مرغومى ٩٤): د افغانستان فوټبال ملي لوبډله، نن ماښام د اسيا سوېلي سياليو په لړ کې د اتلولۍ جام د ترلاسه کولو لپاره د هند په وړاندې ميدان ته ولاړه، خو تراوسه پورې (د ماښام ٧:٥٠بجې) هند دوه او افغانستان يو ګولى وهلى دى.

د سويلي اسيا د لوبو کوربه د هند هېواد دى او وروستۍ سيالي د افغانستان په وخت نن د ماښام  شاوخوا ٥:٣٠ بجې د افغانانو په ګډون د  زرګونو نندارچيانو په بدرګه پيل شوه.

که افغانستان د دې سياليو اتل شي، کولى شي چې د اسيايي هېوادونو په جام کې خپله د شتون وروستۍ برخه چې ټاکل شوې ٢٠١٩ کال کې عربي متحده اماراتو کې ترسره شي، ترلاسه کړي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې درې ورځې وړاندې د دې سياليو د نيمه پايلوبې په څلورم دور کې د سريلانکا ملي لوبډلې ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه او له دې وړاندې يې د بنګله دېش پر وړاندې د څلور پر صفر، د بوتان پر وړاندې درې پر صفر او د مالديو پر وړاندې څلور پر يو ماتې ورکړې ده.

د افغانستان ملي لوبډلې چې تر اوسه يې ١٦ ګولونه ترسره کړي او يو ګول يې له لاسه ورکړى، نن د هند له هېواد سره A ډله کې په لومړي سرکې ځاى لري، د اتلولۍ جام د خپلولو لپاره هڅه کوي.

د دې سياليو خپريدل له ځينو ټلويزيوني چينلونو څخه په ژوندۍ بڼه دوام لري.

خلک د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دې سياليو پيل ته سخت انتظار وو، کابل ښاريانو د برېښنا له رياست څخه غوښتنه کړې وه چې د سياليو پرمهال دې برېښنا نه بندوي، د برېښنا رياست د خلکو دا غوښتنه منلې او غوښتنه يې کړې ده، چې له ډېرو برقي وسايلو څخه استفاده و نه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ويل کېږي د ملي شورا د ځينو غړو په ګډون يو شمېر دولتي کسان د فوټبال ملي ټيم  د ملاتړ او هڅولو لپاره هند ته تللي دي.

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

خبر پژواک
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول لوبې
لوبې

کرکټ؛ د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ درې‌اړخیزه لوبلړۍ نن پیلېږي

لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې پیرو ته ماته ورکړه

لوبې

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ لوبډله نن له بنګله‌دېش سره لوبه کوي

لوبې

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله عمان ته ولاړه

لوبې

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په شپږاړخیز ټورنمنټ کې د ګډون لپاره برازیل ته تللې ده

لوبې

له بنګله‌دېش سره لوبه؛ افغان ملي لوبډلې په لومړۍ پاڼې کې ۲۴۰ منډې وکړې

لوبې

د تلې په ۲۲مه د افغانستان د والیبال غوره لیګ پنځم پړاو پیلېږي

لوبې

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ ټېسټ‌لوبه نن پیلېږي