لښکرګاه(پژواک،۱۳مرغومی۹۴):د هلمندامنيه قوماندان وايي چې له لاسه وتلو سيمو د بېرته نيولو په موخه يې عمليات پيل کړي او د ځواکونو ترمنځ يې اړينه همغږي رامنځته کړې ده.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ دغه څرګندونې د مرغومي په ١٣مه د يوې خبرې غونډې پرمهال وکړې.
ده وويل چې سنګين ولسوالۍ ته يې تازه دمي سرتېري استولي او مارجې ولسوالۍ کې د پخوا په پرتله امنيت ښه شوى دى .
ده وويل چې د افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ اړينه همغږي رامنځته شوې او له لاسه وتلو سيمو د بېرته نيولو لپاره يې عمليات پيل کړي دي.
هغه زياته کړه: (( د عملياتو د ورو والي او د چټک نه پرمختګ لامل دا دی چې د ملکي تلفاتو مخنيوی کوو.))
سرجنګ وويل چې اوسمهال تر ټولو دوى ته د سنګين او مارجې ولسوالۍ د امنيتي حالاتو کابو کول مهم دي.
ده وويل چې په يادو دواړو ولسواليو کې عمليات روان دي او افغان ځواکونو پرمختګ هم کړى دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، په مارجې ولسوالۍ کې د تېرې شپې د هوايي بريدونو له امله ١٧ طالبان وژل شوي او يوشمېر نور ټپيان دي.
هغه دا هم وويل چې د دې ولايت د امنيت د ټينګښت لپاره په امنيتي ځواکونو او چارواکو کې هيڅ ډول ستونزې نشته.
تر دې وړاندې يو شمېر کسانو پژواک ته ويلي چې په هلمند کې امنيتي ځواکونه د امنيت د ټينګښت توان لري خو رهبري يې کمزورې ده.
سرجنګ وايي چې کوچنۍ جکړې د ملي او سيمه ييزو پوليسو له لوري او لويې جګړې ټول امنيتي ځواکونه په ګډه پرمخ وړي.
هغه زياته کړه: (( طالبانو ته ايران او پاکستان يوه اندازه پيسې ورکړې وې اوس يې دغه پيسې خلاصې دي نورهيڅ هم نه شي کولى.))
login or register a new account.