منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۲ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سرجنګ : هلمند کې د له لاسه وتلو سيمو بېرته نيولو په موخه عمليات پيل شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

لښکرګاه(پژواک،۱۳مرغومی۹۴):د هلمندامنيه قوماندان وايي چې له لاسه وتلو سيمو د بېرته نيولو په موخه يې عمليات پيل کړي او د ځواکونو ترمنځ يې اړينه همغږي رامنځته کړې ده.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ دغه څرګندونې د مرغومي په ١٣مه د يوې خبرې غونډې پرمهال وکړې.

ده وويل چې سنګين ولسوالۍ ته يې تازه دمي سرتېري استولي او مارجې ولسوالۍ کې د پخوا په پرتله امنيت ښه شوى دى .

ده وويل چې د افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ اړينه همغږي رامنځته شوې او له لاسه وتلو سيمو د بېرته نيولو لپاره يې عمليات پيل کړي دي.

هغه زياته کړه: (( د عملياتو د ورو والي او د چټک نه پرمختګ لامل دا دی چې د ملکي تلفاتو مخنيوی کوو.))

سرجنګ وويل چې اوسمهال تر ټولو دوى ته د سنګين او مارجې ولسوالۍ د امنيتي حالاتو کابو کول  مهم دي.

ده وويل چې په يادو دواړو ولسواليو کې عمليات روان دي او افغان ځواکونو پرمختګ هم کړى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، په مارجې ولسوالۍ کې د تېرې شپې د هوايي بريدونو له امله ١٧ طالبان وژل شوي او يوشمېر نور ټپيان دي.

هغه دا هم وويل چې د دې ولايت د امنيت د ټينګښت لپاره په امنيتي ځواکونو او چارواکو کې هيڅ ډول ستونزې نشته.

تر دې وړاندې يو شمېر کسانو پژواک ته ويلي چې په هلمند کې امنيتي ځواکونه د امنيت د ټينګښت توان لري خو رهبري يې کمزورې ده.

سرجنګ وايي چې کوچنۍ جکړې د ملي او سيمه ييزو پوليسو له لوري او لويې جګړې ټول امنيتي ځواکونه په ګډه پرمخ وړي.

هغه زياته کړه: (( طالبانو ته ايران او پاکستان يوه اندازه پيسې ورکړې وې اوس يې دغه پيسې خلاصې دي نورهيڅ هم نه شي کولى.))

امنيه قوماندان داسې مهال د هلمند ولايت د امنيت د کابو کولو خبره کوي چې څه موده وړاندې وسله والو طالبانو د مرکز لښکرګاه اړونده د باباجي سيمه تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

خو سرجنګ وايي: (( دا سيمه موږ ته دومره مهمه نه ده موږ نه غواړو هلته ځان مصروفه کړو، باباجي له ښاره وتلې سيمه ده، هلته مو ورته پوستې جوړې کړي طالبان مخې ته نه شي راتلى.))

هغه دا هم وويل چې طالبانو د مارجې ولسوالۍ په عمومي لاره يو شمېر ماينونه ځاى پرځاى کړي، نو ځکه دې ولسوالۍ ته خوراکي او نورتوکي په فرعې لارو وړل کيږي.

خو د مارجې ولسوالۍ د سيمه ييز پوليسو يو چارواکي د نوم نه اخيستلو په شرط پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو پر خپلو چارواکو باور له لاسه ورکړى دى.

هغه زياته کړه: (( امنيتي چارواکي د وسله والو مخالفينو د مهار کولو  په موخه سمې طرحې نه شي جوړولى او همدا لامل دی چې په پرله پسي توګه  سيمې له لاسه ورکوو.))

ده وويل که چيرې له پلان سره سم په دې او ځينو نورو ولسواليو کې عمليات ترسره شي، طالبانو د مقاومت توان له لاسه ورکړى او له لاسه وتلې سيمې به ډير ژر بېرته ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده چې دم ګړۍ د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه ښار د ځينو سيمو په ګډون د دې ولايت څلور ولسوالۍ باغران، ديشو، موسى کلا او نوزاد د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه