پل علم (پژواک، ١٥ مرغومی ۹۴): د لوګر يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې په سمه توګه روغتيايي خدمتونه نه وړاندې کېږي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د یاد ولايت د عامې روغتيا چارواکي هم وايي چې په يو شمېر لرو پرتو سيمو کې روغتيايي ستونزې شتون لري چې د حل لپاره به يې پر وخت ګامونه واخيستل شي.
په لوګر د مدني ټولنې غړې اناهيتا عالميار د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري.
هغه وايي: ((د نارينه وو لپاره خو بيا هم يوه چاره کېږي، ښځې ډېرې زياتې ستونزې لري، خصوصاً په نسايي او ولادې برخه کې هېڅ لازم خدمات ورته نه وړاندې کېږي.))
عالميار زياتوي چې د دغه ولايت ډېری اوسېدونکي خپل ناروغان د درملنې په موخه پلازمېنې کابل ته وړي.
ده وويل چې د عامې روغتيا وزارت بايد د لوګر د روغتيا برخې ته اړينه پاملرنه وکړي تر څو خلک له ستونزو خلاصى ومومي.
د مرکز پل علم د سيمه ييزې شورا مشر عبدالرحمن توکلي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست د مسوولينو د بې کفايتۍ له امله په لرو پرتو سيمو کې خلکو ته روغتيايي خدمات نه وړاندې کېږي.
هغه زياته کړه: ((د عامې روغتيا رياست د چارواکو کړنې د منلو وړ نه دي او مديريت هم ضعيف دى.))
د توکلي په اند، که چېرې د عامې روغتيا رياست په چارواکو کې بدلون راشي نو امکان لري چې خلکو ته په سمه توګه روغتيايي خدمتونه وړاندې شي.
هغه وایی: ((خلک د روغتیا په برخه کې ستونزې لري. د لوګر نفوس ډېر دى او روغتیایي مرکزونه کم دي او جالبه دا ده چې د لرو پرتو سیمو په روغتونونو کې کافي درمل او امکانات هم نشته.))
ده د عامې روغتيا وزارت له چارواکو غوښتنه وکړه چې د دغه ولايت د روغتيا برخې ته اړينه پاملرنه وکړي او روغتيايي خدمتونو ته پراختيا ورکړي.
په لوګر د مدني ټولنې غړي محمدعمر ستانکزي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د خلکو له اړتياو سره سم روغتيايي خدمتونه نه وړاندې کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP