پل علم (پژواک، ١٥ مرغومی ۹۴): د لوګر يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې په سمه توګه روغتيايي خدمتونه نه وړاندې کېږي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د یاد ولايت د عامې روغتيا چارواکي هم وايي چې په يو شمېر لرو پرتو سيمو کې روغتيايي ستونزې شتون لري چې د حل لپاره به يې پر وخت ګامونه واخيستل شي.
په لوګر د مدني ټولنې غړې اناهيتا عالميار د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري.
هغه وايي: ((د نارينه وو لپاره خو بيا هم يوه چاره کېږي، ښځې ډېرې زياتې ستونزې لري، خصوصاً په نسايي او ولادې برخه کې هېڅ لازم خدمات ورته نه وړاندې کېږي.))
عالميار زياتوي چې د دغه ولايت ډېری اوسېدونکي خپل ناروغان د درملنې په موخه پلازمېنې کابل ته وړي.
ده وويل چې د عامې روغتيا وزارت بايد د لوګر د روغتيا برخې ته اړينه پاملرنه وکړي تر څو خلک له ستونزو خلاصى ومومي.
د مرکز پل علم د سيمه ييزې شورا مشر عبدالرحمن توکلي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست د مسوولينو د بې کفايتۍ له امله په لرو پرتو سيمو کې خلکو ته روغتيايي خدمات نه وړاندې کېږي.
هغه زياته کړه: ((د عامې روغتيا رياست د چارواکو کړنې د منلو وړ نه دي او مديريت هم ضعيف دى.))
د توکلي په اند، که چېرې د عامې روغتيا رياست په چارواکو کې بدلون راشي نو امکان لري چې خلکو ته په سمه توګه روغتيايي خدمتونه وړاندې شي.
هغه وایی: ((خلک د روغتیا په برخه کې ستونزې لري. د لوګر نفوس ډېر دى او روغتیایي مرکزونه کم دي او جالبه دا ده چې د لرو پرتو سیمو په روغتونونو کې کافي درمل او امکانات هم نشته.))
ده د عامې روغتيا وزارت له چارواکو غوښتنه وکړه چې د دغه ولايت د روغتيا برخې ته اړينه پاملرنه وکړي او روغتيايي خدمتونو ته پراختيا ورکړي.
په لوګر د مدني ټولنې غړي محمدعمر ستانکزي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د خلکو له اړتياو سره سم روغتيايي خدمتونه نه وړاندې کېږي.
هغه وایي: ((د عامې روغتیا وزارت له لوګر سره د مور او مېرې چلند کوي، دلته په ډېره کمه اندازه امکانات را استوي او زموږ ډېری ناروغانو ته په دولتي روغتیایي مرکزونو کې دارو نه ورکول کېږي او ناروغان خپل درمل له بازاره اخلي.))
دی وایي چې د عامې روغتیا ریاست بايد د خلکو ستونزو ته په کتو سره خپل خدمات په سمه توګه او په ټولو ولسواليو کې يو شان وړاندې کړي.
د لوګر د محمداغې ولسوالۍ د سفيد سنګ سيمې اوسېدونکي نورزمان پژواک ته وويل: ((محمداغه له ټولو ولسواليو ولايت ته نږدې ده خو دلته هم په سمه توګه روغتيايي خدمتونه نشته.))
د هغه په وينا کله چې روغتيايي مرکز ته ولاړ شي يا ډاکتر نه وي او يا هم درمل نه وي.
ده وويل چې د لوګر ډېری اوسيدونکي اوس خپل ناروغان د درملنې په موخه کابل او يا هم پاکستان ته وړي.
د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد داوود پژواک ته وويل چې په ټوله ولسوالۍ کې يواځې يو دولتي روغتيايي مرکز شتون لري.
هغه وويل: ((دلته يو کلينيک دى، نه په کې دوا شته او نه هم په کې ډاکتر شته، هسې يواځې په نوم کلينيک دى.))
ده د عامې روغتيا رياست له چارواکو غوښتنه وکړه چې د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي بېوزلي دي نو د روغتيايي خدمتونو په برخه کې دې ورته اړين خدمات وړاندې کړي.
د لوګر د ولايتي روغتون مشر ډاکتر عاشق الله مجیدي پژواک ته وویل چې په دغه ولايت کې د ٥٠ په شاوخوا کې دولتي روغتيايي مرکزونه شتون لري چې خلکو خدمتونه وړاندې کوي.
ده وويل چې يو سل بستريز روغتون په مرکز پل علم او يو ٤٠ بستريز روغتون په بره کي برک او شل بستريز روغتون هم په محمداغې ولسوالۍ کې فعاليت کوي.
د هغه د معلوماتو له مخې، يواځې ياد درې روغتونونه هره ورځ په بېلابېلو برخو کې سلګونو کسانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.
هغه زياته کړه: ((زموږ په دې روغتونونو کې ګڼه ګوڼه ډيره زياته وي، موږ له خپل کاري مهال ويش نه ډير کار کوو.))
د مجيدي په وينا، د لوګر په ولايتي روغتون کې د ناروغانو د درملنې په موخه ډېر پرمختللي وسايل شتون لري.
هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.
هغه وايي چې په ولايتي روغتون کې د نورو ډاکترانو تر څنګ ١٢ نرس قابلې هم شتون لري چې په نسايي او ولادي برخو کې له ميندو سره مرستې کوي.
ده زياته کړه: ((یوازې مرکزي روغتون ته هره ورځ تر ټاکلي هدف څخه ۳ ځلې ډېر ناروغان مراجعه کوي چې خامخا به ورته دارو درمل او د نور خدماتو په وړاندی کولو کی توپیر راځي.))
هغه دا هم وويل چې د عامې روغتيا وزارت له لوري د دغه ولايت له نفوس سره سم درمل او نور روغتيايي خدمات نه ورکول کېږي.
د مجيدي د معلوماتو له مخې، هر کال لوګر ته د ٣٦٠زرو کسانو د درملنې لپاره درمل ورکول کېږي، په داسې حال کې چې هر کال په لوګر د څه باندې ٨ سوه زرو کسانو درملنه کېږي.
نوموړي وويل چې د لوګر ولايت نفوس ته په کتو سره اوسني روغتيايي مرکزونه بسنه نه کوي، حکومتي چارواکي بايد په دغه ولايت کې خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د روغتيايي مرکزونو شمېر ډېر کړي.
خو د لوګر د عامې روغتيا رييس ډاکتر محمدظريف نايب خيل پژواک ته وويل چې له امکاناتو سره سم په دغه ولايت کې خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.
ده وويل: ((سمه ده په ځينو ځايونو کې به وړې ستونزې وي خو د حل لپاره يې موږ پلانونه لرو او ټولې ستونزې به په خپل وخت سره حل شي.))
د نايب خېل په وينا، د دغه ولايت داسې سيمه به نه وي چې هلته روغتيايي مرکز شتون ونه لري او خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې نه کړي.
هغه وايي چې خلک بايد د عامې روغتيا له رياست سره د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې مرستې وکړي او بې بنسټه ادعاوې ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د لوګر ولايت تر څنګ د هېواد د ډېرو ولايتونو په لرو پرتو سيمو کې خلک د روغتيايي خدمتونو له نشتوالي شکایت لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










