Language

د پکتیا د پوهنې ریاست د چټکو زده کړو ۴۷ خیالي ټولګي تړلي

ګردېز (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٤): د پکتيا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې يې ۴۷ د چټکو زده کړو خیالي ټولګي تړلي چې درسونه نه وو په کې، خو يو شمېر کسانو بیا د پوهنې رياست د دې کړنې په غبرګون کې لاريون وکړ.

په پکتيا کې له څو کلونو راهيسې ۱۶۰ دغه ډول ټولګي فعال وو چې هر يوه ته يې د يونيسف موسسې له لوري هره مياشت نهه زره افغانۍ حق الزحمه ورکول کېده.

د پکتيا د پوهنې رياست يو شمېر کارکوونکو او ځينو اوسېدونکو نن په مرکز ګردېز کې لاريون وکړ او د پوهنې رييس يې پر اداري فساد تورن کړ.

د لاريون کوونکو په استازيتوب د پوهنې رياست کارکوونکي احسان الله حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د پوهنې رييس لقمان حکيم بې کفايته رييس دی، دغه رياست يې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړی او ورځ تر بلې په پوهنې رياست کې ستونزې ډېرېږي.))

هغه د پوهنې له وزارت نه غوښتنه وکړه چې د لقمان حکيم پر ځاى يو بل کس د پکتيا د پوهنې رييس په توګه وټاکي.

حميدي وويل که چېرې د دوی غوښتنې ونه منل شي نو دوی به لاريونونو ته دوام ورکړي.

خو د پوهنې رييس لقمان حکيم پژواک ته وويل، دوه مياشتې کېږي چې دغه رياست ته راغلی او تر اوسه پورې ېې په بېلابېلو برخو کې د فساد مخه نيولې او هم يې د هغو تېرو کارونو پوښتنه کړې چې ميليونونه افغانۍ فساد په کې شوى و.

دی وايي په دغه رياست کې د کارکوونکو له خوا يوه فاسده کړۍ حاکمه وه چې خلکو ته يې د دوولسم ټولګي جعلي اسناد جوړول، د چټکو زده کړو په نامه جوړو شوو هوايي صنفونو پيسې يې اخيستې او هم يې په لرو پرتو سيمو کې د ښوونکو له معاشونو پيسې ګرځولې.

هغه زياته کړه: ((د چټکو زده کړو ٤٧ تولګي مې وتړل او د فساد مخنيوي لپاره به دې لړۍ ته ادامه ورکوم.))

لقمان حکيم وايي چې د لاريون کوونکو ډېره برخه هغه کسان دي چې له يادو لارو چارو يې پيسې ترلاسه کولې.

د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال جنت خان څمکنی وايي چې د پوهنې رييس کارونه د ستايني وړ دي.

هغه زياته کړه چې په ډېرو سيمو کې د چټکو زده کړو صنفونه منظور شوي وو خو په اصل کې يې زيات شمېر تړل شوي وو او پيسې يې شخصي جېبونو ته تللې.

login or register a new account.