منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۲ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیا د پوهنې ریاست د چټکو زده کړو ۴۷ خیالي ټولګي تړلي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

ګردېز (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٤): د پکتيا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې يې ۴۷ د چټکو زده کړو خیالي ټولګي تړلي چې درسونه نه وو په کې، خو يو شمېر کسانو بیا د پوهنې رياست د دې کړنې په غبرګون کې لاريون وکړ.

په پکتيا کې له څو کلونو راهيسې ۱۶۰ دغه ډول ټولګي فعال وو چې هر يوه ته يې د يونيسف موسسې له لوري هره مياشت نهه زره افغانۍ حق الزحمه ورکول کېده.

د پکتيا د پوهنې رياست يو شمېر کارکوونکو او ځينو اوسېدونکو نن په مرکز ګردېز کې لاريون وکړ او د پوهنې رييس يې پر اداري فساد تورن کړ.

د لاريون کوونکو په استازيتوب د پوهنې رياست کارکوونکي احسان الله حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د پوهنې رييس لقمان حکيم بې کفايته رييس دی، دغه رياست يې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړی او ورځ تر بلې په پوهنې رياست کې ستونزې ډېرېږي.))

هغه د پوهنې له وزارت نه غوښتنه وکړه چې د لقمان حکيم پر ځاى يو بل کس د پکتيا د پوهنې رييس په توګه وټاکي.

حميدي وويل که چېرې د دوی غوښتنې ونه منل شي نو دوی به لاريونونو ته دوام ورکړي.

خو د پوهنې رييس لقمان حکيم پژواک ته وويل، دوه مياشتې کېږي چې دغه رياست ته راغلی او تر اوسه پورې ېې په بېلابېلو برخو کې د فساد مخه نيولې او هم يې د هغو تېرو کارونو پوښتنه کړې چې ميليونونه افغانۍ فساد په کې شوى و.

دی وايي په دغه رياست کې د کارکوونکو له خوا يوه فاسده کړۍ حاکمه وه چې خلکو ته يې د دوولسم ټولګي جعلي اسناد جوړول، د چټکو زده کړو په نامه جوړو شوو هوايي صنفونو پيسې يې اخيستې او هم يې په لرو پرتو سيمو کې د ښوونکو له معاشونو پيسې ګرځولې.

هغه زياته کړه: ((د چټکو زده کړو ٤٧ تولګي مې وتړل او د فساد مخنيوي لپاره به دې لړۍ ته ادامه ورکوم.))

لقمان حکيم وايي چې د لاريون کوونکو ډېره برخه هغه کسان دي چې له يادو لارو چارو يې پيسې ترلاسه کولې.

د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال جنت خان څمکنی وايي چې د پوهنې رييس کارونه د ستايني وړ دي.

هغه زياته کړه چې په ډېرو سيمو کې د چټکو زده کړو صنفونه منظور شوي وو خو په اصل کې يې زيات شمېر تړل شوي وو او پيسې يې شخصي جېبونو ته تللې.

دی وايي: ((موږ د پوهنې رييس له کړنو خوښ يو او غږ پرې کوو هغه صنفونه او ښوونځي چې تش په نامه فعال دي او معاشونه يې شخصي جېبونو ته ځي نور هم بند کړي.))

څمکنی وايي، نننی لاريون د څو محدودو هغو کسانو له خوا په لار اچول شوی و چې د چټکو زده کړو صنفونو په بندېدو سره يې شخصي ګټې بندې شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه