Language

په هلمند کې له بېځایه شوو سره کېدونکې مرستې ټولنیزې شوراګانې او ملکان اخلي

لښکرګاه (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۴): په هلمند ولايت کې د وروستيو جګړو له امله د بېځايه شوو کورنيو غړي وايي چې د دوی په نوم کېدونکې مرستې د ټولنيزو شوراګانو غړي او ملکان اخلي.

له تېرو دوو مياشتو راهيسې د هلمند په مرکز لښکرګاه، موسى کلا، نوزاد، سنګين، خانشين، کجکي او ځينو نورو سيمو کې جګړې روانې دي چې له امله يې زرګونه کورنۍ بېځايه شوي دي.

د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکي خيرمحمد هم د همدغو بېځايه شوو کورنيو له ډلې دى او اوس مهال د لښکرګاه ښار د څاروان کلا په سيمه کې ژوند کوي.

هغه د مرغومي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ په هلمند کې بېځايه شوې دي او په سختو حالاتو کې شپې او ورځې تېروي.

خو دې وايي: ((زموږ سيمې ته د کډوالو رياست کسان راغلل زموږ حال يې وليد، خو د مرستو کارتونه يې د سيمه ييزو شوراګانو غړو او ملکانو ته ورکړل او مرستې هم بيا هغوی په خپلو کې سره ووېشلې.))

يو بل بېځايه شوي کډوال ادم خان هم پژواک ته وويل چې د دوى په نوم مرسته شوي توکي واسطه لرونکي کسان ترلاسه کوي.

هغه زياته کړه: ((د کډوالو رياست تر څنګ ټولې مرسته کوونکي موسسې هڅه نه کوي چې مستحق کسان پيدا کړي، خبره د واسطې او پېژندنګلوۍ ده.))

ادم خان وايي چې څو ورځې وړاندې د کډوالو چارو رياست له لوري يو کمېسيون د دوى سيمې ته ورغلى خو د مرستې کارتونه يې د بېځايه شوو کسانو پر ځاى قومي مشرانو او د سيمه ييزو شوراګانو غړو ته ورکړي دي.

دغه راز له مارجې ولسوالۍ بېځايه شوی کډوال موسى جان وايي: ((د مرستو لپاره ټاکل شوى کمېسيون يواځې په خپلوانو پسې ګرځي او يا هم له ځينو کسانو سره معاملې لري.))

د ساهرې په نوم يوې زړې ښځې پژواک ته وويل: ((دوه زامن مې ليونيان دي، د اوسېدو ځاى نه لرم په جومات کې ژوند کوم د کار کولو مې هم څوک نشته.))

دې وويل چې دوه مياشتې وړاندې په مارجې ولسوالۍ کې د جکړو له امله راکډه شوې خو تر اوسه يې مرستې نه دې ترلاسه کړې.

خو د هلمند د کډوالو او راستنيدونکو چارو رئيس غلام فاروق نورزي د يادو کسانو څرګندونې رد کړې.

login or register a new account.

Related Topics