منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۵ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په هلمند کې له بېځایه شوو سره کېدونکې مرستې ټولنیزې شوراګانې او ملکان اخلي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۴): په هلمند ولايت کې د وروستيو جګړو له امله د بېځايه شوو کورنيو غړي وايي چې د دوی په نوم کېدونکې مرستې د ټولنيزو شوراګانو غړي او ملکان اخلي.

له تېرو دوو مياشتو راهيسې د هلمند په مرکز لښکرګاه، موسى کلا، نوزاد، سنګين، خانشين، کجکي او ځينو نورو سيمو کې جګړې روانې دي چې له امله يې زرګونه کورنۍ بېځايه شوي دي.

د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکي خيرمحمد هم د همدغو بېځايه شوو کورنيو له ډلې دى او اوس مهال د لښکرګاه ښار د څاروان کلا په سيمه کې ژوند کوي.

هغه د مرغومي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ په هلمند کې بېځايه شوې دي او په سختو حالاتو کې شپې او ورځې تېروي.

خو دې وايي: ((زموږ سيمې ته د کډوالو رياست کسان راغلل زموږ حال يې وليد، خو د مرستو کارتونه يې د سيمه ييزو شوراګانو غړو او ملکانو ته ورکړل او مرستې هم بيا هغوی په خپلو کې سره ووېشلې.))

يو بل بېځايه شوي کډوال ادم خان هم پژواک ته وويل چې د دوى په نوم مرسته شوي توکي واسطه لرونکي کسان ترلاسه کوي.

هغه زياته کړه: ((د کډوالو رياست تر څنګ ټولې مرسته کوونکي موسسې هڅه نه کوي چې مستحق کسان پيدا کړي، خبره د واسطې او پېژندنګلوۍ ده.))

ادم خان وايي چې څو ورځې وړاندې د کډوالو چارو رياست له لوري يو کمېسيون د دوى سيمې ته ورغلى خو د مرستې کارتونه يې د بېځايه شوو کسانو پر ځاى قومي مشرانو او د سيمه ييزو شوراګانو غړو ته ورکړي دي.

دغه راز له مارجې ولسوالۍ بېځايه شوی کډوال موسى جان وايي: ((د مرستو لپاره ټاکل شوى کمېسيون يواځې په خپلوانو پسې ګرځي او يا هم له ځينو کسانو سره معاملې لري.))

د ساهرې په نوم يوې زړې ښځې پژواک ته وويل: ((دوه زامن مې ليونيان دي، د اوسېدو ځاى نه لرم په جومات کې ژوند کوم د کار کولو مې هم څوک نشته.))

دې وويل چې دوه مياشتې وړاندې په مارجې ولسوالۍ کې د جکړو له امله راکډه شوې خو تر اوسه يې مرستې نه دې ترلاسه کړې.

خو د هلمند د کډوالو او راستنيدونکو چارو رئيس غلام فاروق نورزي د يادو کسانو څرګندونې رد کړې.

هغه پژواک ته وويل چې له بېځايه شوو کورنيو سره د مرستې رسونې په موخه يو کمېسيون ټاکل شوى دى.

د نورزې د معلوماتو له مخې، په دغه کمېسيون کې د کډوالو چارو رياست د استازو تر څنګ د موسسو او د بېځايه شوو کورنيو استازي هم شتون لري.

ده وويل: ((موږ هم د ځينو ملکانو او قومي مشرانو له لاسوهنو په تنګ شوي يو خو کډوالو چې پر موږ کومې ادعاوې کړې دي نه يې شي ثابتولى.))

ده وويل چې د وروسيتو جګړو له امله د هلمند له ځینو سيمو د ٢٥٠٠ په شاوخوا کې کورنۍ بېځايه شوې دي.

د هلمند د کډوالو چارو رياست د معلوماتو له مخې، په تېرو لسو کلونو کې د پاکستان او ايران هېوادونو په ګډون له يو شمېر ولايتونو ١٩٨٧٣ کورنۍ مرکز لښکرګاه ته راکډه شوې دي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال