لښکرګاه(پژواک،۲۲مرغومی۹۴): د هلمند د ولايتي شورا ځينې غړي وايي چې د دې ولايت د پوليسو مهم بستونه د ملي شورا د ځينو غړو او زورواکو ترمنځ وېشل شوي چې همدې کار د هلمند د نا امنۍ لمن پراخه کړې ده.
د هلمند د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مشر بشیر احمد شاکر د مرغومي په٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې ولايت د ولسواليو قوماندانۍ، حوزې، د پوليسو کنډکونه او مديريتونه د ملي شورا د ځينو غړو او زورواکو ترمنځ وېشل شوي دي.
شاکر زياته کړه: (( په دې کار کې وړتیا په پام کې نه ده نیول شوې، هغوی خپلوان، ملګري او یا هم کرایه شوي کسان پر دندو ګومارلي دي او دې کار امنيت سخت خراب کړى دى.))
ده وويل چې د کورنيو چارو وزارت چارواکي بايد د ملي شورا د غړيو فشارونو ته تسليم نه شي او د وړتيا له مخې کسان پر دندو وګوماري.
هغه دا هم وويل چې ددې ولايت د ملي ځواکونو په ليکو کې خيالي سرتېري هم شتون لري چې امنيتي حالات يې خراب کړي دي.
دغه راز د هلمند د ولايتي شورا مشر کريم خان اتل هم وويل چې د ځينو زورواکو د فشار له امله يو شمېر غير مسلکي کسان د امنيتي ځواکونو د مشرانو په توګه ګومارل کيږي.
ده هم وويل چې د هلمند د امنيتي ځواکونو په ليکو کې يو شمېر خيالي سرتېري شتون لري چې امتيازات يې همدغه زورواکي ترلاسه کوي.
خو اتل د يادو زورواکو نومونه په ډاګه نه کړل.
دغه راز د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجید اخند زاده پژواک ته وويل چې هلمند ولايت د تشکيل له مخې، ٣٢زره سرتېري بايد ولري خو اوس نيمايي هم شتون نه لري.
خو د هلمند ولايت د پوليسو يوې سرچيني پژواک ته وويل چې د دې ولايت ډيرې ولسوالۍ په ملي شورا کې د همدې ولايت د استازو ترمنځ وېشل شوې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، خانشین ولسوالۍ په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي محمد ولي عليزي، ناوه ولسوالۍ عبدالودود پوپل، ګرشک ولسوالۍ معلم میر ولي او واشېر ولسوالۍ عبدالجبار قهرمان ته په برخه کې رسېدلې دي.
د پوليسو دغه سرچينه وايي چې په دې وېشنه کې ګرمسير ولسوالۍ په مشرانو جرګه کې د هلمند استازي محمد هاشم الکوزي او کجکي ولسوالۍ ملاشېرمحمد اخندزاده ته په برخه رسېدلې دي.
login or register a new account.