منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۸ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د هلمند د پوليسو مهم بستونه د ملي شورا د ځينو غړو ترمنځ وېشل شوي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۷ کتنې

لښکرګاه(پژواک،۲۲مرغومی۹۴): د هلمند د ولايتي شورا ځينې غړي وايي چې د دې ولايت د پوليسو مهم بستونه د ملي شورا د ځينو غړو او زورواکو ترمنځ وېشل شوي چې همدې کار د هلمند د نا امنۍ لمن پراخه کړې ده.

د هلمند د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مشر بشیر احمد شاکر د مرغومي په٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې ولايت د ولسواليو قوماندانۍ، حوزې، د پوليسو کنډکونه او مديريتونه د ملي شورا د ځينو غړو او زورواکو ترمنځ وېشل شوي دي.

شاکر زياته کړه: (( په دې کار کې وړتیا په پام کې نه ده نیول شوې، هغوی خپلوان، ملګري  او یا هم کرایه شوي کسان پر دندو ګومارلي دي او دې کار امنيت سخت خراب کړى دى.))

ده وويل چې د کورنيو چارو وزارت چارواکي بايد د ملي شورا د غړيو فشارونو ته تسليم نه شي او د وړتيا له مخې کسان پر دندو وګوماري.

هغه دا هم وويل چې ددې ولايت د ملي ځواکونو په ليکو کې خيالي سرتېري هم شتون لري چې امنيتي حالات يې خراب کړي دي.

دغه راز د هلمند د ولايتي شورا مشر کريم خان اتل هم وويل چې د ځينو زورواکو د فشار له امله يو شمېر غير مسلکي کسان د امنيتي ځواکونو د مشرانو په توګه ګومارل کيږي.

ده هم وويل چې د هلمند د امنيتي ځواکونو په ليکو کې يو شمېر خيالي سرتېري شتون لري چې امتيازات يې همدغه زورواکي ترلاسه کوي.

خو اتل د يادو زورواکو نومونه په ډاګه نه کړل.

دغه راز د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجید اخند زاده پژواک ته وويل چې هلمند ولايت د تشکيل له مخې، ٣٢زره سرتېري بايد ولري خو اوس نيمايي هم شتون نه لري.

خو د هلمند ولايت د پوليسو يوې سرچيني پژواک ته وويل چې د دې ولايت ډيرې ولسوالۍ په ملي شورا کې د همدې ولايت د استازو ترمنځ وېشل شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، خانشین ولسوالۍ په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي محمد ولي عليزي، ناوه ولسوالۍ عبدالودود پوپل، ګرشک ولسوالۍ معلم میر ولي او واشېر ولسوالۍ عبدالجبار قهرمان ته په برخه کې رسېدلې دي.

د پوليسو دغه سرچينه وايي چې په دې وېشنه کې ګرمسير ولسوالۍ په مشرانو جرګه کې د هلمند استازي محمد هاشم الکوزي او کجکي ولسوالۍ ملاشېرمحمد اخندزاده ته په برخه رسېدلې دي.

د منبع په وينا، مارجه ولسوالۍ تر دې وړاندې دشېرمحمد اخندزاده په برخه وه خو په دې وروستيو کې د هلمند پخواني امنيه قوماندان عبدالرحمن جان صابر ته په برخه ورسېدله.

خو په مشرانو جرګه د هلمند استازي محمد هاشم الکوزي پژواک ته وويل چې دغه ډول څرګندونې په کلکه ردوي.

هغه زياته کړه: (( ولسوالۍ او نه هم نور بستونه دهيچا ترمنځ نه دي ويشل شوي دا مطلبي خبرې دي.))

هغه وويل چې د هلمند ډيرى استازي هلې ځلې کوي ترڅو ډير ژر په هلمند ولايت کې امنيتي حالات سمون ومومي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ ياده وېشنه رد نه کړه خو زياته يې کړه : (( مقرري له مرکزه کيږي زما تر صلاحيت لوړ ده زه مجبور يم چې ويې منم خو زه د دې کار پلوي نه يم.))

خو سرجنګ وايي : (( که ما کومه ورځ څوک د خپلو شخصي ګټو لپاره مقرر کړل او را باندې ثابت شول په هماغه ورځ استعفى ورکوم.))

هغه په دې ولايت کې د خيالي تشکيلاتو په اړه وويل چې د پوليسو په ليکو کې ١٤سوه کسانو ته اړتيا لري چې د پوره کيدو لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.

د هلمند څلور ولسوالۍ باغران، دیشو، موسی کلا او نوزاد په بشپړه  توګه او د ځینو نورو ولسواالیو ډیرې سیمې د دولت له وسله والو مخالفینو سره دي.

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه