Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

طالبانو په بادغیس کې یو کس د زنا په تور وژلی

قلعه نو (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٤): چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د بادغیس په جوند ولسوالۍ کې يو کس د زنا په تور پر ډزو وژلى دى.

د بادغیس د ولايتي شورا غړي او د جوند ولسوالۍ اوسېدونکي فريد اخي زي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په لالا باى سيمه کې د عبدالاحد په نوم يو تن او يوه پېغله د زنا په تور نيولي وو.

ده وويل چې طالبانو ياده نجلۍ د هغې کورنۍ ته سپارلې، خو ٢٨ کلن عبدالاحد يې تېره ورځ په همدې سيمه کې پر ډزو وژلى دى.

هغه وايي چې عبدالاحد متاهل و.

د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج وايي چې طالبانو عبدالاحد د هغوى تر کنټرول لاندې سيمه کې وژلى  دى.

تاج وايي، د جوند امنيه قوماندانۍ ته يې دنده ورکړې چې دغه موضوع وڅېړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.