قلعه نو (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٤): چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د بادغیس په جوند ولسوالۍ کې يو کس د زنا په تور پر ډزو وژلى دى.
د بادغیس د ولايتي شورا غړي او د جوند ولسوالۍ اوسېدونکي فريد اخي زي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په لالا باى سيمه کې د عبدالاحد په نوم يو تن او يوه پېغله د زنا په تور نيولي وو.
ده وويل چې طالبانو ياده نجلۍ د هغې کورنۍ ته سپارلې، خو ٢٨ کلن عبدالاحد يې تېره ورځ په همدې سيمه کې پر ډزو وژلى دى.
هغه وايي چې عبدالاحد متاهل و.
د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج وايي چې طالبانو عبدالاحد د هغوى تر کنټرول لاندې سيمه کې وژلى دى.
تاج وايي، د جوند امنيه قوماندانۍ ته يې دنده ورکړې چې دغه موضوع وڅېړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










