جلال اباد (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۴): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي، د ولسمشر تر امر وروسته يې د سلګونه جريبه ځمکو د غصب په تور دوه کسان نيولي او زیاتوي چې دوسيې به يې څارنوالۍ ته وسپاري.
ولسمشر غني روانه اونۍ (د مرغومي ۲مه) جلال اباد ته په سفر کې د ننګرهار امنيه قوماندان ته په تونده لهجه امر وکړ چې د ځمکو د غاصيبو نوملړ جوړ او ژر تر ژره يې ونيسي.
امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د مرغومي په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د ولسمشر د امر پر بنسټ مو د غاصيبنو د نيولو لړۍ پيل کړې، د کانال د ۲۵ هکتاره ځمکې د غاصبينو له ډلې چې دا ځمکې يې پر نومرو وېشلې، يو مهم کس حاجي غلام فاروق ونيو او دوسيه يې څارنوالۍ ته سپارم.))
ده زياته کړه، د بهسود په ولسوالۍ کې يې هم يو ملک نيولی چې په ياده سيمه کې يې ۳۵ جريبه ځمکه غصب کړې ده، خو هغه د دغه کس نوم په ډاګه نه کړ.
د نيول شوو کسانو په استازيتوب تر اوسه رسنيو ته چا څه نه دي ويلي، خو څه موده مخکې حاجي فاروق له رسنيو سره په خبرو کې ويلي وو چې د کانال خرابه ٢٥ هکتاره ځمکه يې له حکومت څخه د ۹۰ کلونو لپاره په قرارداد اخيستې او پر خلکو يې د نومرو په ډول پلورلې ده.
ده زياته کړې وه، د ياد قرارداد په ختمېدو سره به دا ځمکه بېرته حکومت ته ګرځول کېږي.
خو سيمه ييزه اداره او ولايتي شورا وايي، دا قرارداد پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري لغوه شوی دى، خو نوموړي اوس هم دا ځمکه په خپله ولکه کې نيولې ده.
login or register a new account.