Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امريکا : افغانستان او پاکستان دې د طالبانو ګواښونو سره په ګډه مقابله وکړي

واشنګټن (پژواک، ٢ سلواغه ٩٤) : امريکا له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې د طالبانو د ننګونو سره د مقابلې لپاره ګډ کار وکړي.

په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ يوې خبري غونډې ته وويل، چې وسله وال طالبان دواړو هېوادونو افغانستان او پاکستان ته ګواښونه رامنځته کړې دي .

هغه زياته کړه، د دواړو هېوادونو چارواکو او ولسونو ته پکار دي، چې  د طالبانو ګواښونو او ننګونو سره د مقابلې لپاره بايد په ګډه کار وکړي.

د سپينې ماڼۍ وياند دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې درې ورځې مخکې د پاکستان خيبر پښتونخوا ايالت د چارسدې پر پوهنتون ډله ييز بريد کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

تر دې پېښې يوه ورځ وروسته په کابل کې د طلوع تلويزيون د مامورينو پر موټر ځانمرګي بريد کې اته تنه ووژل شول او تر ٢٥ زيات ژوبل شو، چې ډېرى يې د ياد تلوېزيون کارکوونکي وو.

د سپينې ماڼۍ وياند د يو پوښتنې په ځواب کې وويل، چې هېواد يې دافغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي او زياته يې کړه، چې دوى د پاکستان او افغانستان ترمنځ‌ د اړيکو ښه کولو لپاره همکاري کوي.

هغه د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې دوه ډول ماموريتونه پرمخ وړي.

ارنسټ وويل، چې ځواکونه يې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او بل ماموريت يې د د افغان ملي ځواکونو روزنه او همکاري ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.