واشنګټن (پژواک، ٢ سلواغه ٩٤) : امريکا له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې د طالبانو د ننګونو سره د مقابلې لپاره ګډ کار وکړي.
په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ يوې خبري غونډې ته وويل، چې وسله وال طالبان دواړو هېوادونو افغانستان او پاکستان ته ګواښونه رامنځته کړې دي .
هغه زياته کړه، د دواړو هېوادونو چارواکو او ولسونو ته پکار دي، چې د طالبانو ګواښونو او ننګونو سره د مقابلې لپاره بايد په ګډه کار وکړي.
د سپينې ماڼۍ وياند دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې درې ورځې مخکې د پاکستان خيبر پښتونخوا ايالت د چارسدې پر پوهنتون ډله ييز بريد کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
تر دې پېښې يوه ورځ وروسته په کابل کې د طلوع تلويزيون د مامورينو پر موټر ځانمرګي بريد کې اته تنه ووژل شول او تر ٢٥ زيات ژوبل شو، چې ډېرى يې د ياد تلوېزيون کارکوونکي وو.
د سپينې ماڼۍ وياند د يو پوښتنې په ځواب کې وويل، چې هېواد يې دافغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي او زياته يې کړه، چې دوى د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو ښه کولو لپاره همکاري کوي.
هغه د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې دوه ډول ماموريتونه پرمخ وړي.
ارنسټ وويل، چې ځواکونه يې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او بل ماموريت يې د د افغان ملي ځواکونو روزنه او همکاري ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن