جلال اباد- کلات (پژواک، ٣ سلواغه ٩٤): په ننګرهار او زابل ولايتونو کې د بهرنيو ځواکونو په بې پيلوټه بريدونو کې ٥ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د زابل د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال ملا ظريف د سلواغې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د دې ولسوالۍ د خواجه خېلو په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو له خوا بې پيلوټه بريد شوى دی.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې درې وسله وال طالبان وژل شوي، خو ملکي وګړو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
بلخوا په ننګرهار ولايت کې ځايي چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو په يوه بې پيلوټه بريد کې دوه داعشي وسله وال وژل شوي دي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې په دغو بريدونو کې دوه وسله وال وژل شوي دي خو بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
يادو وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP