ترینکوټ (پژواک، ۴ سلواغه ۹۴): د اروزګان امنيتي چارواکي وايي، يو شمېر هغه پوليس يې له دندو ګوښه کړي چې له خلکو سره یې ناسم سم چلند کاوه.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحيم الله خان د سلواغې په ٤مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې تېره ورځ يې د امنيتي حالاتو د جاج اخيستو په موخه دهراوود ولسوالۍ ته سفر کړی و.
ده وويل چې د يادې ولسوالۍ له مشرانو سره يې ليدلي او په امنيتي برخه کې يې د هغوی ستونزې واورېدې.
دى وايي چې د خلکو د شکايتونو پر بنسټ يې يو شمېر هغه پوليس له دندو ګوښه کړي چې د دندو پر مهال يې له خلکو سره ناسم چلند کاوه.
خو هغه په دې اړه کره شمطر په ډاګه نه کړ خو زياته کړه چې دغه پوليس يې عدلي او قضايي ارګانونو ته هم معرفي کړي دي.
هغه زياته کړه: ((د دغو پوليسو پر ځاى مې نور پوليس ځاى پر ځاى کړل تر څو د خلکو مړې شوې هيلې بېرته راژوندۍ شي.))
د امنيت امر وايي چې په دهراوود ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت په موخه يې د سيمه ييزو پوليسو او ځانګړو ځواکونو قرارګاهوې هم فعالې کړې دي.
هغه وايي چې تېره ورځ يې د سفر مهال د يادې ولسوالۍ په ځینو سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات هم کړي دي.
هغه وايي چې د يادو عملياتو پر مهال ځینې سيمې له وسله والو طالبانو بېرته نيولې دي.
هغه د يادې ولسوالۍ له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن