Language

امريکا پوهنې وزارت ته ١٨،٥ ميليون ډالره ځانګړې شوې پيسې د کاري فرصتونو ملي پروګرام کې لګوي

کابل (پژواک ٤ سلواغه ٩٤): د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې ويلي، د پوهنې وزارت ته ١٨،٥ ميليون ډالره ځانګړې شوې پيسې د ياد وزارت په واک کې نه ورکوي او دغه پيسې به د کار ملي پروګرام په چوکاټ کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې ولګوي.

د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ګام د پوهنې له وزارت سره په تفاهم کې اخيستل شوى دى.

په يادې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان حکومت "د سولې لپاره کاري پروګرام" څخه د ملاتړ لپاره د يادې ادارې استازي د پوهنې له وزير سره دې هوکړې ته رسېدلى، چې د افغانسان د بشري ځواک د پراختيا پروګرام (AWDP) ته ځانګړې شوې پيسو باندې له سره غور وکړي، څو دغه پيسې په افغانستان کې د کاري فرصتونو رامنځته کولو برخې ته ځانګړې کړي.

د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې ويلي: "د کاري زمينې د رامنځته کولو له ګډې موخې څخه د ملاتړ لپاره دغې ادارې، د افغانستان له بشري ځواک پراختيايي پروګرام ١٨،٥ ميليون ډالره له مستقمي او اختياري بوديجې ايستلي دي. دواړو لوريو د يوه مکتوب په ترڅ کې د روان کال د مرغومي مياشتې په ٦مه نېټه هوکړه وکړه، چې په کمه موده کې د ډېرو کاري فرصتونو رامنځته کول، د دواړو لوريو په ګټه دي."

د خبرپاڼې پربنسټ، د ١٣٩٢ لمريز کال په منځهمال کې دې ادارې ژمنه کړې وه، څو د پوهنې وزارت ته د مستقيمې مرستې له لارې٣٠ ميليون ډالره ورکړي، څو د بشري ځواک د پياوړتيا پروګرام د بشپړېدو په موخه دغه وزارت د ١٣٩٥ لمريز کال د وري مياشتې تر منځمهاله لورې وکولى شي چې روزنيز پروګرامونه طرحه او قرارداد کړي، چې په افغانستان کې د کار بازار اوسنيو اړتياوو ته ځواب ووايي.

ويل کېږي چې د پوهنې وزارت له هغې مودې راهيسې يو ميليون او ٤٠٠زره ډالره لګولي او پر بنسټ يې له کورنيو بنسټونو سره د روزنيزو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ١١ قراردادونه لاسليک کړي دي.

خو د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې يادې موضوع ته اشارې سره څرګنده کړې، چې له ځانګړې شويو پيسو ايستل شوې برخه به د کار ملي پروګرام په چوکاټ کې د زياتو کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې ولګوي.

login or register a new account.

Related Topics