Language

“د برېښنا نه شتون او کوکنار د بلخ په شولګره کې جدي ستونزې دي”

مزارشريف (پژواک، ۴ سلواغه ۹۴): د بلخ ولايت د شولګرې ولسوال وايي چې په دې ولسوالۍ کې د برېښنا د نشتوالي او د کوکنارو د کښت په برخه کې ستونزې شتون لري خو امنيتي حالات د ډاډ وړ دي.

د شولګرې ولسوال سراج الدين عابد د سلواغې په ۴مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې دغه ولسوالي يو وخت د بلخ له نا امنو ولسواليو شمېرل کېده خو اوس يې امنيتي حالت ډاډمن دی.

نوموړي د مزار- شولګرې د لويې لارې پخول، د پراختيايي چارو ترسره کول او د سيمه ييزو پوليسو رامنځ ته کېدل د يادې ولسوالۍ د امنيت په برخه کې ښه ګامونه وبلل.

د هغه په وينا، پخوا به د مزار- شولګرې پر لويه لاره وخت ناوخت د خلکو له خوا د وسله والو غلو او لارشکوونکو د شتون شکايتونه راتلل چې د سړک له پخېدو سره دغه ستونزې له منځه تللې دي.

ولسوال وويل چې لا هم د يادې لويې لارې پر ۲۸ کيلومتره سړک د ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت کار روان دی چې نږدې موده کې به بشپړ شي.

نوموړي د نورو پراختيايي چارو په اړه د ملي پيوستون د پروژو يادونه وکړه چې د يادې ولسوالۍ په ۱۲۰ کليو کې يې د ۱۱۰ پراختيايي شوراګانو په مټ سلګونه ټولګټې پروژې ترسره کړې دي.

د شولګرې ولسوال که څه هم د يادې ولسوالۍ د امنيت په برخه کې د سيمه ييزو پوليسو جوړښت ګټور وباله؛ خو د يادې ولسوالۍ د ځينو سيمو اوسېدونکي ورسره همغږي نه دي.

د دې ولسوالۍ د ګنکوري او نياق سيمو اوسېدونکي وايي چې سيمه ييز پوليس يې د ژوند په چارو کې ځوروي او په بېلابېلو پلمو ترې په يو ډول باج اخلي.

د ګنکوري سيمې اوسېدونکي محمدجمعه پژواک ته وويل چې د سيمه ييزو پوليسو له راتګ سره د وسله والو طالبانو وېره ختمه شوې؛ خو ځيني وخت ځيني سيمه ييز پوليس دوی ته ستونزې جوړوي.

login or register a new account.