مزارشريف (پژواک، ۴ سلواغه ۹۴): د بلخ ولايت د شولګرې ولسوال وايي چې په دې ولسوالۍ کې د برېښنا د نشتوالي او د کوکنارو د کښت په برخه کې ستونزې شتون لري خو امنيتي حالات د ډاډ وړ دي.
د شولګرې ولسوال سراج الدين عابد د سلواغې په ۴مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې دغه ولسوالي يو وخت د بلخ له نا امنو ولسواليو شمېرل کېده خو اوس يې امنيتي حالت ډاډمن دی.
نوموړي د مزار- شولګرې د لويې لارې پخول، د پراختيايي چارو ترسره کول او د سيمه ييزو پوليسو رامنځ ته کېدل د يادې ولسوالۍ د امنيت په برخه کې ښه ګامونه وبلل.
د هغه په وينا، پخوا به د مزار- شولګرې پر لويه لاره وخت ناوخت د خلکو له خوا د وسله والو غلو او لارشکوونکو د شتون شکايتونه راتلل چې د سړک له پخېدو سره دغه ستونزې له منځه تللې دي.
ولسوال وويل چې لا هم د يادې لويې لارې پر ۲۸ کيلومتره سړک د ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت کار روان دی چې نږدې موده کې به بشپړ شي.
نوموړي د نورو پراختيايي چارو په اړه د ملي پيوستون د پروژو يادونه وکړه چې د يادې ولسوالۍ په ۱۲۰ کليو کې يې د ۱۱۰ پراختيايي شوراګانو په مټ سلګونه ټولګټې پروژې ترسره کړې دي.
د شولګرې ولسوال که څه هم د يادې ولسوالۍ د امنيت په برخه کې د سيمه ييزو پوليسو جوړښت ګټور وباله؛ خو د يادې ولسوالۍ د ځينو سيمو اوسېدونکي ورسره همغږي نه دي.
د دې ولسوالۍ د ګنکوري او نياق سيمو اوسېدونکي وايي چې سيمه ييز پوليس يې د ژوند په چارو کې ځوروي او په بېلابېلو پلمو ترې په يو ډول باج اخلي.
د ګنکوري سيمې اوسېدونکي محمدجمعه پژواک ته وويل چې د سيمه ييزو پوليسو له راتګ سره د وسله والو طالبانو وېره ختمه شوې؛ خو ځيني وخت ځيني سيمه ييز پوليس دوی ته ستونزې جوړوي.
نوموړي زياته کړه چې په سيمه کې د وړې امنيتي پېښې پر سر عام خلک نيسي، د دوسيې د جوړېدو ګواښ ورته کوي او د بېرته خوشي کېدو لپاره ترې پيسې اخلي.
خو د شولګر ولسوال عابد وويل چې دوی ته لا له سيمه ييزو پوليسو شکايتونه نه دي شوي.
نوموړي زياته کړه، که چېرې عام خلک له سيمه ييزو پوليسو شکايتونه وکړي؛ نو دی يقيني دی چې قانوني چلند به ورسره وکړي.
د شولګرې ولسوال سراج الدين عابد د سيمه ييز زورواکو د شتون او چارو په اړه کره معلومات ورنه کړل؛ خو په دې ولسوالۍ کې يې د زورواکو له خوا د څرځايونو د غصب مسئله تاييد کړه.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ ډېری څرځايونه سيمه ييزو زورواکو غصب کړي چې د دوی پر بار بار شکايتونو سربېره يې هم حکومت پر وړاندې غلی دی.
د شولګرې ولسوالۍ د کوچيانو سرخېل عرب خان پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په بهرام ګور، بهرام شاه، يک کنده، صدمېش او اقصای سيمو کې د کوچيانو تر ۵۰زره جريبه ډېر څرځايونه غصب شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې د دغو څرځايونو په غصب کې ډېری سيمه ييز زورواکي لاس لري.
د هغه په وينا، دمګړۍ هم له ځينو زورواکو غاصبينو سره په محکمو کې دعوې لري؛ خو له تېرو څو کلونو يې کومه نتيجه نه ده ورکړې.
د شولګرې ولسوال د زورواکو له خوا د څرځايونو د غصب د پخلي تر څنګ وويل چې دوی په حکومتي او ولسي ډول د څرځايونو د بېرته ترلاسه کېدو جدي هڅې روانې کړې دي.
په بلخ ولايت کې سږ کال له تېرو پنځو کلونو وروسته يو ځل بيا کروندګرو د کوکنارو کر ته مخه کړې چې شولګره هم په هغو ولسواليو کې شمېرل کېږي چې ځای ځای په کې کوکنار کرل شوي دي.
ولسوال سراج الدين عابد په دې ولسوالۍ کې د کوکنار کر رد نه کړ؛ خو په ښکاره ټکو يې تاييد هم نه کړ.
نوموړي زياته کړه: ((د کوکنارو د کر په اړه تشويش لرو؛ په دې اړه مو له کروندګرو او قومي مشرانو سره ناستې هم کړط دي؛ خو لا مو ورته نښې نه دې ليدلې.))
هغه همداراز ولسوال د پوهنې په تړاو وويل چې په ياده ولسوالۍ کې ۵۰ ښوونځي دي چې ۳۴ زره زده کوونکي (هلکان او نجونې) په کې زده کړې کوي.
سراج الدين عابد وويل چې په يادو ښوونځيو کې يې ۱۸ ښوونځي ودانۍ نه لري او د ځينو سيمو په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي.
نوموړي د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په تړاو وويل چې په ياده ولسوالۍ کې ۱۱ روغتيايي مرکزونه شته دي.
خو هغه په دې وروستيو کې د ولسوالۍ په مرکز کې د ۵۰ بستريز روغتون د جوړېدو د چارو د ګړنديتوب غوښتنه وکړه.
د شولګرې ولسوال وويل چې کابو دوه کاله وړاندې د يادې ولسوالۍ په مرکز کې د دغه روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې وې؛ چې تر دې دمه ۴۰ سلنه وړاندې تللي؛ بايد لا پسې ګړندۍ شي.
ولسوال له پراختيايي چارو او امنيتي حالت څخه ډاډمن و خو په ياده ولسوالۍ کې يې د برېښنا نشتوالی جدي ستونزه او د فرعي لارو جوړېدل جدي اړتيا وګڼله.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








