لښکرګاه (پژواک، ٦ سلواغه ٩٤): د هلمند چارواکي وايي چې په ګرشک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ١٢ طالبان وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي.
د هلمند والي ميرزاخان رحيمي د سلواغې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په ګرشک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د نښتې پر مهال ١٢ طالبان وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي چې د يو شمېر وژل شوو طالبانو جسدونه په سيمه کې پراته دي.
رحيمي وايي چې امنيتي ځواکونو له يادو طالبانو څخه ۳ میله کلاشینکوفونه او یوه پایه مخابره هم ترلاسه کړې او ځيني ماينونه يې هم شنډ کړي دي.
هغه زياته کړه: ((په دې وروستيو کې امنيتي ځواکونو ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او ډېرې سيمې يې هم ترې بېرته نيولې دي.))
دغه راز د هلمند- کندهار د لويې لارې قوماندان سمونوال عبدالستار نورزي هم پژواک ته وويل چې په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.
هغه وايي چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو ګڼ طالبان وژل شوي دي.
د ګرشک ولسوالۍ اوسيدونکي محمدنعيم هم پژواک ته وويل: (( تيره شپه په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده او دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.))
هغه په دې اړه نور معلومات نه درلودل.
وسله والو طالبانو د يادې نښتې په اړه څه نه دي ويلي، خو په خپله انټرنيټ پاڼه کې ليکلي چې طالبانو د هلمند په مرکز، نادعلي، او مارجې ولسواليو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په دې وروستيو کې د هلمند ولايت ګرشک، خانشين، سنګين، کجکي، مارجې او ځينو نورو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.
د همدې نښتو له امله په تېرو څلورو مياشتو کې طالبانو د دغه ولايت نوزاد او موسى کلا ولسوالۍ د خپلې ولکې لاندې راوستي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن