ګردېز (پژواک، ٧ سلواغه ٩٤): د پکتيا اوسېدونکي وايي چې که د خوست-پکتيا ترمنځ د غځېدلي سړک اړينه ساتنه ونه شي، ډېر ژر به ويجاړ شي.
د پکتيا_خوست ترمنځ غځېدلى ١٠٥ کيلومتره سړک د شپږوکلونو په موده کې په ٢٣٢ميليونه ډالره لګښت په اساسي ډول جوړ شو، چې کابو يوه نيمه مياشت وړاندې (د ليندۍ ٢٥مه) د فوايد عامې د وزير محمود بليغ او سيمه ييزو چارواکو له لوري پرانيستل شو.
خو اوس د خوست او پکتيا ولايتونو اوسېدونکي د دې سړک په اساسي ساتنه ټينګار کوي.
د پکتيا اوسېدونکي ضابط خان د سلواغې په ٧مه پژواک خبري اژنس ته وويل: ((زه د خوست - ګردېز پر لويه لار باروړونکي موټر چلوم، دغه لاره ټوله د غرونو په منځ کې ده چې د واورې او باران په وخت کې سېلابونه پرې راځي ، تيږې پرې راښويېږي او سړک خرابوي.))
د هغه په وينا، اوس هم د دې سړک په اوږدو کې ځينې داسې ځايونه شته، چې سېلابونه پرې راغلي او سړک يې ويجاړ کړى دى.
دى وايي: ((دا يوه وړه ستونزه ده، که همداسې پرېښودل شي، نو سړک به ټول خراب شي.))
د ګردېز ښار اوسېدونکي احمد يوسف هم پژواک ته وويل: ((دا سړک ډېر خراب و، اوس چې جوړ شوى، موږ ورته ډېر خوشحاله يو، خو له حکومته غواړو چې د ساتنې لپاره يې لازم اقدامات وکړي.))
د پکتيا د وزي ځدراڼ ولسوالۍ قومي مشر حاجي نادم هم پژواک ته وويل، چې د خوست_پکتيا ترمنځ د غځېدلي سړک جدي ساتنه بايد وشي.
هغه زياتوي: ((دغه سړک په ډېرو کړاوونو او د خلکو د سر په بيه جوړ شوی او ډېر وخت هم پرې تېر شو، خو اوس يې بايد د ويجاړېدو مخه ونيول شي.))
دى هم وايي، د ورښتونو پرمهال سېلابونه راوځي او د سړک د ويجاړېدو لامل کېږي.
خو په پکتيا کې د فوايد عامي رييس عبدالله دراني پژواک ته وويل، د ياد شوي سړک د ساتنې لپاره يې ځانګړي پلانونه جوړ کړي دي.
login or register a new account.