ښرنه (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٤): د پکتيکا د کليو پراختيا رييس وايي چې په راتلونکي کال کې به د پنځه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت په دغه ولايت کې درې سوه پروژې پلې شي.
د پکتيکا د کليو پراختيا رييس نجيب الله جاهد د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په ١٣٩٥ کال کې به د ملي پيوستون د پروګرام له لارې په دغه ولايت کې درې سوه بېلابېلې پروژې پلې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د نا معلومو دلايلو له مخې له تېرو څو کلونو راهيسې په پکتیکا کې د ملي پيوستون پروژې نه دي عملي شوې.
خو جاهد وايي چې راتلونکی کال به د ملي پيوستون پروژې د مرکز ښرنې په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې د سيمه ييزو شوراګانو او خلکو په همکارۍ پلې شي.
دى وايي چې د يادو پروژو لپاره پنځه ميليونه امريکايي ډالره په پام کې نيول شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې پلونه، لارې، استنادي دېوالونه، د څښاک د اوبو څاګانې، ورزشي لوبغالي او ځينې نورې پروژې شاملې دي.
هغه زياته کړه: ((د دې پروژو په پلې کېدو سره به د ډېرو خلکو ستونزې هوارې شي او حکومت هم هڅه کوي چې په دغه ولايت کې ځينې نورې پروژې هم پلې کړي.))
خو د پکتيکا ولايت اوسېدونکي د ملي پيوستون له لوري د پروژو پر پلېدو نیوکه کوي.
د پکتيکا د مرکز ښرنې ښار اوسېدونکي ګلاب پژواک ته وويل چې د نورو ولايتونو خلاف په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د ملي پيوستون پروژې نه دې پلې شوې.
ده وويل: ((موږ اوس هم خوښ يو چې زموږ په ولايت کې يو ځل بيا د ملي پيوستون پروژې پلې کېږي، خو د دغو پروژو چارې بايد هغه چا ته وسپارل شي چې د پلي کولو وړتيا يې لري.))
دغه راز د پکتيکا ولايت د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي ابراهيم هم پژواک ته وويل چې د ملي پيوستون د پروژو په برخه کې حکومت له دغه ولايت سره د مور او میرې چلند کوي.
ده وويل چې په دولتي پروګرامونو کې بايد پکتيکا ولايت ته هم د نورو ولايتونو په څېر پوره ونډه ورکړل شي؛ ځکه دغه ولايت هم په ملي بوديجه کې خپله ونډه لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP