Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې چاودنې ١٢ تنه ټپيان کړل

مهترلام (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٤): د لغمان چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز مهترلام کې د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله ١٢ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې بجو د عزيزي بانک ته څېرمه د پوليسو په رينجر موټر پسې د مقناطسيس له امله رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، په ټپيانو کې يوه مېرمن، دوه کوچنيان او نور ځوانان شامل دي، چې د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د هغه په وينا، په دغې چاودنه کې رينجر موټر لږ څه زيانمن شوی، خو پوليسو ته په کې کوم زيان نه دی رسېدلی.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.