مزارشريف (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۴): د بلخ په خلم ولسوالۍ کې د سېلابونو د مخنيوي په موخه ۴۵ ټولګټې پروژې بشپړې شوې دي.
دغه پروژې د خلم ولسوالۍ په مرکز کې د يوې غونډې په ترڅ کې د سلواغې په ۱۴مه پرانيستل شوې.
د بلخ د کليو پراختيا رييس باسط عيني د ياد پروګرام په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پروژې د کليو پراختيا وزارت له خوا د دوه نيم ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت بشپړې شوې.
نوموړي زياته کړه چې په دغو پروژو کې ډېری د سېلابونو د مخنيوي لپاره سربندونه، استنادي دېوالونه او د کرنيزو اوبو پخې ويالې شاملې دي.
د هغه په وينا، دوی ډاډه دي چې له دې وروسته به د خُلم ولسوالۍ باغونه او کرنيزې ځمکې د سېلابونو له زیان سره نه مخ کېږي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي محمدشريف پژواک ته وويل چې تېر کال په بلخ کې نږدې لس زره کورونه سېلابونو زيانمن کړل.
نوموړي زياته کړه چې همداراز د مېوې لرونکو ونو باغونه او کرنيزې ځمکې به د سېلابونو له امله ويجاړېدې.
د خُلم ولسوال له حکومت څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې له دې وروسته به د خلم کرنيزې ځمکې د تېرو کلونو په پرتله خورا ډېر حاصل ورکړي.
login or register a new account.