Language

يوه ځانګړې کمېټه د کندهار د عايداتي ادارو څارنه کوي

کندهار (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٤): په کندهار کې يوه ځانګړې کمېټه د دې ولايت د عايداتي ادارو څارنه کوي، څو د فساد مخنيوى وشي او عوايد په دقيقه توګه راټول کړل شي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې ځانګړې کمېټې مشري د والي ډاکټر همايون عزيزي پر غاړه ده او د ګمرک، مستوفيت او ترانسپورټ رييسان يې غړي دي.

هغه زياته کړه، د دې ځانګړې کمېټې د جوړېدو موخه دا ده چې د ولايت په عايداتي ادارو کې د فساد مخنيوى وشي او هغه خنډونه لرې کړل شي چې د عوايدو پر وړاندې پراته دي.

عزيزي د ګمرک، مستوفيت او ترانسپورټ له رييسانو غوښتي چې په دې برخه کې شته ستونزې به په ګوته کوي او هره مياشت به يې جوړېدونکې غونډې ته وړاندې کوي، څو د حل لپاره يې اقدام وشي.

د کندهار د ګمرک رييس صالح محمد نېکزاد وايي، تر ډېره حده يې په اداره کې اصلاحات پلي کړي چې له مخې يې د دې ادارې عوايد ډېر شوي، خو لا هم ځينې ستونزې شته چې د مخنيوي لپاره يې کار کوي.

هغه زياته کړه، ځينې سوداګر د مالونو د وزن په کمښت او د جنس په بدلون کې په تغيير سره هڅه کوي د محصول په ورکولو کې درغلي وکړي.

خو دى وايي، د دې کار د مخنيوي لپاره لاس په کار شوى دى.

د کندهار ولايت اوسېدونکي د دې ګام هرکلى کوي او وايي، که د عايداتي ادارو دقيقه څارنه وشي، نو له يوې خوا به د فساد مخنيوى وشي او له بلې خوا به د دولت عوايد ډېر شي.

د کندهار ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکى احسان الله وايي، د والي په مشرۍ دغه کمېټه دې د ګمرک د هغو کارکوونکو پر ضد هم اقدام وکړي، چې ځينو سوداګرو ته د پيسو په بدل کې په قاچاقي توګه د مالونو راوړلو زمينه برابروي.

دى وايي، په دې توګه اخيستل کېدونکې پيسې د دولت د خزانې پر ځاى شخصي جېبونو ته ځي.

login or register a new account.

Related Topics