Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې درې واکسيناتوران وژل شوي

اسعداباد (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٤): چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې درې واکسيناتوران له تښتول کېدو وروسته وژل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د سلواغې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا کسان نږدې دوه اوونۍ مخکې وسله والو مخالفينو له غازي اباد ولسوالۍ څخه تښتولي وو.

هغه زياته کړه چې دغه واکسيناتوران تېره شپه وژل شوي اوجسدونه يې د غازي اباد ولسوالۍ د ابرګل په سيمه کې موندل شوي دي.

 خو د کونړ د عامې روغتيا رياست سرپرست رييس ډاکتر احسان الله فضلي مني چې د دوی دوه  کارکوونکي چې يو د غازي اباد ولسوالۍ د ايلګل کلينيک واکسيناتور عبدالخالق او بل د واکسين سيمه ييز سوپروايزر حاضرالله دوولس ورځې وړاندې تښتول شوي وو.

هغه زياتوي، د واکسين د دغو کارکوونکو د تښتونې او وژنې په اړه تر اوسه معلومات نه لري چې د چا له خوا تښتول شوي او بيا يې وژلي دي.

وسله والوطالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.  

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.