تالقان(پژواک،١٩سلواغه٩٤): د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر استازى وايي چې شمال ولايتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي او مجاهدين يې بايد د سقوط مخه ونيسي.
دغه څرګندونې د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړي استازي احمد ضيا مسعود د سلواغې په ١٩مه په تخار ولايت کې د يوې لوې غونډې په ترڅ کې وکړې.
په دې غونډه کې لسګونه جهادي قوماندانانو، قومي مشرانو، دولتي چارواکو او خلکو ګډون کړى و.
دې غونډې ته مسعود وويل چې په دې وروستيو کې شمال ولايتونه له امنيتي ستونزو او د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
د هغه په وينا، نړيوال ترهګر پلان لري چې يوه نيمه مياشت وروسته بدخشان، تخار او کندوز ولايتونو ته سقوط ورکړي.
هغه وويل چې لږه موده وروسته به دغه ولايتونه د سختو جګړو شاهدان وي.
د مسعود په خبره، که د افغان دولت وسله وال مخالفين په دې وتوانيږي چې ياد شوي ولايتونه تر خپلې ولکې لاندې راولي نو په کابل کې به هم امنيتي ستونزې له حده ډيرې شي.
مسعود زياته کړه: (( زه تخار ته د دې لپاره راغلی يم چې جهادي قوماندانان را ټول کړم او په تخار کې د مجاهدينو يو لوی مرکز جوړ کړم چې له سقوط سره مخ ولايتونه وژغورو.))
ده له جهادي قوماندانانو غوښتنه وکړه چې يوه لويه شورا جوړ کړي او په سختو حالاتو کې د امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
هغه دا هم وويل چې له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت مذاکراتو لړۍ به هيڅ مثبته پايله ونه لري.
ده وويل: (( که په دې تمه يو چې د سولې بهير به ښې پايلې ولري موږ خپل ځانونه غولوو، دا بهير دوامداره ده، خدای خبر چې څو کاله دوام کوي، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې ګټې لري، که يې ګټې لاسته ورنه شي، په افغانستان کې سوله امکان نه لري.))
مسعود وويل چې د بدخشان ولايت لس ولسوالۍ او د تخار ولايت ځينې ولسوالۍ اوس هم د طالبانو په ولکه کې دي.
login or register a new account.