لښکرګاه (پژواک،١٩سلواغه ۹۴): د هلمند د استيناف څارنوالۍ رييس وايي، د هغو دوسيو بېرته څېړل يې پيل کړي چې د پيسو په زور تړل شوې وې.
د هلمند د استيناف څارنوالۍ رييس فضل سلطان ساپي د سلواغې په ١٩مه د خبرې غونډې پرمهال وويل چې دې څارنوالۍ ته له راتګ سره سم يې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه پيل کړې ده.
ساپى شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د هلمند د استيناف محکمې د رييس په توګه وټاکل شو.
ده وويل، په دې ولايت کې د ادراي فساد، غلا، د ځمکو د غصب او ځينې نورې دوسيې د پيسو په زور تړل شوې دي.
خو دى زياتوي: ((ما د دې ټولو دوسيو بېرته څېړنه پيل کړې او قانون په ټولو يو شان تطبيقوم.))
د هغه په وينا، په تېرو کلونو کې د دې ولايت د استيناف څارنوالۍ چارې د زورواکو په خوښه ترسره کېدې، خو اوس داسې نه ده.
نوموړي زياته کړه، په خپله کاري موده کې يې پنځه هغه څارنوالان هم له دندو ګوښه کړي، چې په اداري فساد کې يې لاس درلود.
ساپي د هلمند د ټولو ادارو پر چارواکو غږ وکړ چې خپلې ادارې له فساد څخه پاکې کړي، که نه بيا به د قانون په چوکاټ کې د استيناف څارنوالۍ ته حساب ورکوي.
دى وايي: ((زه په خپله ژمنه ولاړ يم، که لوى او واړه مامورين هر څوک چې وي او په اداري فساد کې لاس ولري، زه يې نه پرېږدم او حساب ورسره کوم.))
ساپى وايي، له هېچا څخه ډار نه لري او خپله دنده په سمه توګه پرمخ وړي.
دغه راز په همدې غونډه کې د هلمند د جهادي شورا مشر حفيظ الله خان وويل چې د استيناف څارنوالۍ د رييس له کړنو خوښ دي.
هغه زياته کړه: ((په تېرو ١٤ کلونو کې موږ د چا کار نه دى ستايلى، خو اوس د استيناف څارنوالۍ د رييس د کار ستاينه کوو.))
login or register a new account.