منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۸ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

” هلمندکې د پيسو په زور د تړل شوو دوسيو بېرته څېړل پيل شوي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

لښکرګاه (پژواک،١٩سلواغه ۹۴): د هلمند د استيناف څارنوالۍ رييس وايي، د هغو دوسيو بېرته څېړل يې پيل کړي چې د پيسو په زور تړل شوې وې.

د هلمند د استيناف څارنوالۍ رييس فضل سلطان ساپي د سلواغې په ١٩مه د خبرې غونډې پرمهال وويل چې دې څارنوالۍ ته له راتګ سره سم يې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه پيل کړې ده.

ساپى شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د هلمند د استيناف محکمې د رييس په توګه وټاکل شو.

ده وويل، په دې ولايت کې د ادراي فساد، غلا، د ځمکو د غصب او ځينې نورې دوسيې د پيسو په زور تړل شوې دي.

خو دى زياتوي: ((ما د دې ټولو دوسيو بېرته څېړنه پيل کړې او قانون په ټولو يو شان تطبيقوم.))

د هغه په وينا، په تېرو کلونو کې د دې ولايت د استيناف څارنوالۍ چارې د زورواکو په خوښه ترسره کېدې، خو اوس داسې نه ده.

نوموړي زياته کړه، په خپله کاري موده کې يې پنځه هغه څارنوالان هم له دندو ګوښه کړي، چې په اداري فساد کې يې لاس درلود.

ساپي د هلمند د ټولو ادارو پر چارواکو غږ وکړ چې خپلې ادارې له فساد څخه پاکې کړي، که نه بيا به د قانون په چوکاټ کې د استيناف څارنوالۍ ته حساب ورکوي.

دى وايي: ((زه په خپله ژمنه ولاړ يم، که لوى او واړه مامورين هر څوک چې وي او په اداري فساد کې لاس ولري، زه يې نه پرېږدم او حساب ورسره کوم.))

ساپى وايي، له هېچا څخه ډار نه لري او خپله دنده په سمه توګه پرمخ وړي.

دغه راز په همدې غونډه کې د هلمند د جهادي شورا مشر حفيظ الله خان وويل چې د استيناف څارنوالۍ د رييس له کړنو خوښ دي.

هغه زياته کړه: ((په تېرو ١٤ کلونو کې موږ د چا کار نه دى ستايلى، خو اوس د استيناف څارنوالۍ د رييس د کار ستاينه کوو.))

دغه راز د لښکرګاه ښاروالۍ د ټولنيزې شورا مرستيال عبدالعلي سروري وويل، چې د استيناف څارنوالي بايد د ځمکو د غاصبينو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

ده وويل: ((موږ په دې برخه کې د هر زورواکي پر وړاندې د څارنوالۍ  له دريځه ملاتړ کوو.))

خو د هلمند يوه قومي مشر نادر خان اکاخېل وويل چې په دې ولايت کې ډيرى ځمکې د دولتي کسانو له لوري غصب شوې دي.

د هغه په خبره، د هلمند خلک خپله ګرم دي، ځکه تر دې وړاندې يې د هر قانون ماتوونکو د کړنو ملاتړ کړى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه