کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٤): د ملګرو ملتونو د بشري پراختيا ادارې نوى راپور څرګندوي چې په افغانستان کې د بشري پراختيا له اړخه په ٢٠١٤ کال کې د ٢٠١٣ کال په پرتله دوې درجې غورځېدلى او د نړۍ ١٧١ درجه هېواد شوى دى.
دا راپور د کابل په امريکايي پوهنتون کې د افغان حکومت د يو شمېر چارواکو، د پراختيايي پروګرام په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان (UNDP) د يو شمېر استازو په شتون کې وړاند شو.
دا راپور چې (د بشري پراختيا لپاره کار) تر نوم لاندې خپور شوى، په ٢٠١٤ کال کې يې د نړۍ د ١٨٨ هېوادونو پراختيايي وضعيت څېړلى دى.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې د موندنو پر بنسټ، د بشري پراختيا له نظره افغانستان په ٢٠١٤ کال کې ۴۶۵/۰ نومره و چې د ٢٠١٣ کال په پرتله د ۴۶۸/۰ نږمرې له مخې ښکته تللى او پر دې سربېره د دې برخې ښه کېدو ته په پام سره په ځينو هېوادونو کې افغانستان د نړۍ د ١٨٨ هېوادونو په منځ کې له دوو پايو نه ١٧١ ته نزول کړى دى.
د بشري پراختيا شاخص، د يوه اوږده او سالم ژوند په برخه کې ژوند ته د هيلې په لرلو سره د اوږدمهاله ارزونې مقياس دى.
په دې راپور کې د نړۍ راپورونه د بشري چارو د پراختيا له نظره پر څلورو خورا ډېر، ډېر، منځنۍ او ټيټې بشري ډلو وېشل شوي دي.
د دې وېشنې له مخې، د نړۍ ٤٩ هېوادونه په لومړۍ ډله کې راغلي، ٥٦ په دويمه، ٣٨ په درېېمه او ٤٥ هېوادونه په څلورمه ډله کې راغلي دي.
افغانستان له ١٩٨٠ کال راهيسې چې ۲۳۰/۰ نومره يې اخيستې وه، تر تېر کال پورې د بشري پراختيا په برخه کې مخ پر وړاندې روان و، خو د څلورمې ډلې په هېوادونو کې پېژندل شوى دى.
په راپور کې ناروې، استراليا او سويس تر درېيمې درجې د خورا لوړې بشري پراختيا د هېوادونو په توګه راغلي. په همدې ډول پاکستان په ١٤٧، تاجکستان په ١٢٩، ازبکستان په ١١٤، ترکمنستان په ١٠٩، چين په ٩٠ او ايران د نړۍ په کچه ٦٩ درجه راغلى دى.
ډنمارک، هالنډ، المان، ايرلنډ، امريکا، کاناډا او نيوزلنډ په ترتيب سره د بشري پراختيا له اړخه په نړۍ کې له څلورم تر لسم پورې مقامونه خپل کړي دي.
د دغه جدول په منځ کې افريقايي هېواد نيجر راغلى او ١٨٨ مقام يې خپل کړى دى. د مرکزي افريقا جمهوريت، اريتره، چاد، بروندي، بورکينافاسو، ګينه، سيراليون او موزبيک نور هېوادونه دي چې نومونه يې د لړليک په منځ کې راغلي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرامونو ((UNDP . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.