کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٤): د ملګرو ملتونو د بشري پراختيا ادارې نوى راپور څرګندوي چې په افغانستان کې د بشري پراختيا له اړخه په ٢٠١٤ کال کې د ٢٠١٣ کال په پرتله دوې درجې غورځېدلى او د نړۍ ١٧١ درجه هېواد شوى دى.
دا راپور د کابل په امريکايي پوهنتون کې د افغان حکومت د يو شمېر چارواکو، د پراختيايي پروګرام په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان (UNDP) د يو شمېر استازو په شتون کې وړاند شو.
دا راپور چې (د بشري پراختيا لپاره کار) تر نوم لاندې خپور شوى، په ٢٠١٤ کال کې يې د نړۍ د ١٨٨ هېوادونو پراختيايي وضعيت څېړلى دى.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې د موندنو پر بنسټ، د بشري پراختيا له نظره افغانستان په ٢٠١٤ کال کې ۴۶۵/۰ نومره و چې د ٢٠١٣ کال په پرتله د ۴۶۸/۰ نږمرې له مخې ښکته تللى او پر دې سربېره د دې برخې ښه کېدو ته په پام سره په ځينو هېوادونو کې افغانستان د نړۍ د ١٨٨ هېوادونو په منځ کې له دوو پايو نه ١٧١ ته نزول کړى دى.
د بشري پراختيا شاخص، د يوه اوږده او سالم ژوند په برخه کې ژوند ته د هيلې په لرلو سره د اوږدمهاله ارزونې مقياس دى.
په دې راپور کې د نړۍ راپورونه د بشري چارو د پراختيا له نظره پر څلورو خورا ډېر، ډېر، منځنۍ او ټيټې بشري ډلو وېشل شوي دي.
د دې وېشنې له مخې، د نړۍ ٤٩ هېوادونه په لومړۍ ډله کې راغلي، ٥٦ په دويمه، ٣٨ په درېېمه او ٤٥ هېوادونه په څلورمه ډله کې راغلي دي.
افغانستان له ١٩٨٠ کال راهيسې چې ۲۳۰/۰ نومره يې اخيستې وه، تر تېر کال پورې د بشري پراختيا په برخه کې مخ پر وړاندې روان و، خو د څلورمې ډلې په هېوادونو کې پېژندل شوى دى.
په راپور کې ناروې، استراليا او سويس تر درېيمې درجې د خورا لوړې بشري پراختيا د هېوادونو په توګه راغلي. په همدې ډول پاکستان په ١٤٧، تاجکستان په ١٢٩، ازبکستان په ١١٤، ترکمنستان په ١٠٩، چين په ٩٠ او ايران د نړۍ په کچه ٦٩ درجه راغلى دى.
ډنمارک، هالنډ، المان، ايرلنډ، امريکا، کاناډا او نيوزلنډ په ترتيب سره د بشري پراختيا له اړخه په نړۍ کې له څلورم تر لسم پورې مقامونه خپل کړي دي.
د دغه جدول په منځ کې افريقايي هېواد نيجر راغلى او ١٨٨ مقام يې خپل کړى دى. د مرکزي افريقا جمهوريت، اريتره، چاد، بروندي، بورکينافاسو، ګينه، سيراليون او موزبيک نور هېوادونه دي چې نومونه يې د لړليک په منځ کې راغلي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرامونو ((UNDP دفتر مشر Douglas Keh)) ، ددې راپور په مناسبت په خپلو خبرو کې وويل چې افغانستان د پرمختګونو سربېره هم د هغو هېوادونو په رديف کې دى چې د بشري پراختيا کچه په کې ډېره ټيټه ده او له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
د هغه په خبره، له اوږدو کلونو راهيسې د افغانستان او نړيوالو بنسټونو اړيکه پر دې ولاړه وه چې د افغانستان لپاره څه کوي، خو نور ګڼ دولتي چارواکي او خلک له دغه وضعيت نه ستړي شوي دي.
داګلاس څرګنده کړه چې د نورو دريو څلورو کلونو په تېرېدو سره به په افغانستان کې نړيوالې مالي سرچينې کمې شي، له همدې امله افغانستان بايد له دې تکيې ډډه سپکه کړي او پر خپل ځان تکيه وکړي.
خو د ملګرو ملتونو د پراختيايي دفتر مشر وويل چې جګړه او نا امني د افغانستان د پرمختګ له عمده خنډونو ګنل کېږي.
هغه په ډاګه کړه چې په افغانستان کې سوله او ثبات، په بېلابېلو برخو کې زياتې پانګونې، د خصوصي برخې ودې، د زده کړو او تحصيل ښه والي، د مهارتونو پراختيا، کارموندونې، پراختيا او انرژۍ پياوړتيا ته اړتيا لري.
د کلو د بيارغونې او پراختيا وزير نصيراحمد دراني هم غونډې ته په وينا کې وروستيو پرمختګونو ته په اشارې سره وويل چې په افغانستان کې د پراختيا بهير پياوړتيا، د کارموندنې په برخه کې د دولت هر اړخيز ملاتړ ته اړتيا لري او بايد د خلکو په ملګرتيا له فساد سره جدي مبارزه وشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









