تالقان (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٤): په تخار ولايت کې د چرګانو د روزنې فارمونه جوړ شوي چې د چرګانو د غوښې په برخه کې د تخاريانو پنځوس سلنه اړتياوې پوره کوي او دغه ولايت ته يې د کنګل شوو چرګانو د واردولو مخه هم نيولې ده.
د تخار د کرنې او مالدارۍ رياست د مالدارۍ برخې امر هدايت الله د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو دوو کلونو کې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د چرګانو د روزنې ١٢ فارمونه جوړ شوي دي.
هغه وايي چې دغه فارمونه هر کال څه باندې ٢٩٠زره کيلوګرامه د چرګانو غوښه بازار ته عرضه کوي.
هغه وايي چې دغه غوښه بيا د چرګانو د غوښې په برخه کې د تخاريانو پنځوس سلنه اړتياوې هم پوره کوي.
ده وويل: ((د دې فارمونو په جوړېدو سره د تخار په بازارونو کې د يخچالي چرګانو بازار بېخي خراب شوى دى، اوس څوک يخچالي چرګان چندان نه اخلي.))
د هدايت الله په وينا، د چرګانو د روزلو دغه فارمونه د خلکو له لوري جوړ شوي او د کرنې او مالدارۍ رياست په کې هېڅ ډول ونډه نه لري.
خو هغه وايي چې د هېواد توليدات کولاى شي د هېواد د اقتصاد په پرمختګ کې هم ستر رول ولوبوي.
د تخار يو شمېر اوسيدونکي هم د دغو فارمونو پر جوړېدو خوښ دي.
د مرکز تالقانو اوسېدونکي عبدالسلام مجيدي پژواک ته وويل: ((موږ د دې فارمونو له جوړېدو خوښ يو، ژوندي چرګان هم بازار ته عرضه کوي او خلک يې تازه تازه اخلي.))
د ده په وينا، د ډېرو خلکو زړونه کنګل شوي چرګان نه مني او د مذهب له پلوه کوم څېزونه چې زړه ونه مني، هغه مکروه دي.
مجيدي وايي چې د تخار ولايت ډېرى اوسېدونکي بېوزلي دي د نورو څارويو د غوښو د پېرلو توان نه لري نو د چرګانو غوښه په دې برخه کې هم ورسره مرسته کوي.
د دغه ولايت بل اوسېدونکي اکبر هم پژواک ته وويل: ((يوه کيلو غوښه دلته په درې سوه افغانۍ ده، ډېر خلک يې نه شي اخيستلى نو ټول همدا چرګوړي اخلي.))
login or register a new account.