منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۳ غ.م
۹°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تخار کې د چرګانو د فارمونو په جوړېدو د وارداتي غوښې بازار سوړ شوی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۹ کتنې

تالقان (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٤): په تخار ولايت کې د چرګانو د روزنې فارمونه جوړ شوي چې د چرګانو د غوښې په برخه کې د تخاريانو پنځوس سلنه اړتياوې پوره کوي او دغه ولايت ته يې د کنګل شوو چرګانو د واردولو مخه هم نيولې ده.

د تخار د کرنې او مالدارۍ رياست د مالدارۍ برخې امر هدايت الله د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو دوو کلونو کې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د چرګانو د روزنې ١٢ فارمونه جوړ شوي دي.

هغه وايي چې دغه فارمونه هر کال څه باندې ٢٩٠زره کيلوګرامه د چرګانو غوښه بازار ته عرضه کوي.

هغه وايي چې دغه غوښه بيا د چرګانو د غوښې په برخه کې د تخاريانو پنځوس سلنه اړتياوې هم پوره کوي.

ده وويل: ((د دې فارمونو په جوړېدو سره د تخار په بازارونو کې د يخچالي چرګانو بازار بېخي خراب شوى دى، اوس څوک يخچالي چرګان چندان نه اخلي.))

د هدايت الله په وينا، د چرګانو د روزلو دغه فارمونه د خلکو له لوري جوړ شوي او د کرنې او مالدارۍ رياست په کې هېڅ ډول ونډه نه لري.

خو هغه وايي چې د هېواد توليدات کولاى شي د هېواد د اقتصاد په پرمختګ کې هم ستر رول ولوبوي.

د تخار يو شمېر اوسيدونکي هم د دغو فارمونو پر جوړېدو خوښ دي.

د مرکز تالقانو اوسېدونکي عبدالسلام مجيدي پژواک ته وويل: ((موږ د دې فارمونو له جوړېدو خوښ يو، ژوندي چرګان هم بازار ته عرضه کوي او خلک يې تازه تازه اخلي.))

د ده په وينا، د ډېرو خلکو زړونه کنګل شوي چرګان نه مني او د مذهب له پلوه کوم څېزونه چې زړه ونه مني، هغه مکروه دي.

مجيدي وايي چې د تخار ولايت ډېرى اوسېدونکي بېوزلي دي د نورو څارويو د غوښو د پېرلو توان نه لري نو د چرګانو غوښه په دې برخه کې هم ورسره مرسته کوي.

د دغه ولايت بل اوسېدونکي اکبر هم پژواک ته وويل: ((يوه کيلو غوښه دلته په درې سوه افغانۍ ده، ډېر خلک يې نه شي اخيستلى نو ټول همدا چرګوړي اخلي.))

ده ټينګار وکړ چې د دغو فارمونو شمېر بايد ډېر شي تر څو په ټوليزه توګه تخار ولايت ته د کنګل شوو چرکانونو د ورتګ مخه ونيول شي.

په تالقانو کې د سلاح کلي اوسېدونکي او د چرګانو فارم لرونکي عبدالهاشم پژواک ته وويل چې نږدې دوه کاله کېږي د چرګانو د روزلو فارم يې جوړ کړى دى.

هغه وايي چې د تخار ولايت د چرګانو فارم لرونکي له ننګرهار ولايت او يا هم پاکستان هېواد څخه چرګان د روزنې په موخه راوړي.

هغه زیاتوي: ((تخار کې داسې لوی فارم نشته چې چرګوړي تولید کړي، موږ یوه ورځني چرګوړي او دانه له جلال اباد او پاکستان څخه راوړو، هر چرګوړی موږ ۱۵ یا ۲۰ افغانۍ رانیسو، بیا یې په خپل فارم کې روزو او په ٤٥ ورځو کې یې وزن له یوه کيلو اوړي او بیا یې بازار کې په نږدې دوه سوه افغانيو خرڅوو.))

هغه وايي چې په هره دوره کې د زرو په شاوخوا کې چرګوړي بازار ته عرضه کوي او په وخت سره پلورل کېږي.

دغه راز د چرګانو يو بل فارم لرونکي نظام الدين پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د چرګانو د فارمونو په جوړېدو سره د چرګانو او د چرګانو د دانې بيه هم لوړه شوې ده.

هغه زياته کړه: ((زر چرګوړي په شل یا ۲۵ ورځو کې ۲۰ بورۍ دانه خوري، مخکې مو یوه بورۍ دانه په ۱۵ سوه افغانۍ رانیوله، اوس یې په ۱۷ سوه افغانى رانیسو، مخکې مو یو چرګوړی په ۱۳ افغانۍ را نیوه اوس یې په ۲۰ افغانیو رانیسو.))

يادو فارم لرونکو وويل چې د چرګانو د روزلو په برخه د کرنې او مالدارۍ رياست ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

خو د تخار ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې د چرګانو د روزلو يو لوى فارم جوړ شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه