لښکرګاه (پژواک، ۲٤ سلواغه ۹۴): د هلمند امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې جګړې روانې دي خو د امنيت د ټينګښت په موخه يې منظم پلان جوړ کړى دى.
د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د سلواغې په ٢٤مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د دغه ولايت په څو ولسواليو کې جګړې روانې دي خو وسله وال مخالفين کمزوري شوي او د کومې سيمې د نيولو توان نه لري.
ده وويل چې د امنيت د ټينګښټ لپاره یې منظم پلان جوړ کړى او د پلان ځيني برخې پلې شوې هم دي.
هغه زياته کړه: ((زموږ د دې پلان له مخې د هوايي ځواک ستونزې حل شوې او په ځينو سيمو کې د ملي اردو او پوليسو لویې پوستې هم جوړې شوې دي.))
ده وويل چې ډېر ژر به يو شمېر نوي ځوانان تر روزنې وروسته د هلمند د امنيت د ټينګښت په موخه د ملي ځواکونو په ليکو کې داخل شي.
قوماندان وايي، سره له دې چې په يو شمېر سيمو کې عمليات روان دي خو د ټولو اړتياو تر پوره کېدو وروسته به دغه عمليات نور هم ګړندي شي.
سرجنګ وايي چې بهرني ځواکونه له افغان ځواکونو سره د هوايي بمبار، تجهيز او روزنې په برخو کې مرستې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم په سنګين ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوې دي او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.
خو سرجنګ وايي چې د سنګين ولسوالۍ د لارې د خلاصون په موخه يې هلې ځلې پيل کړې او ډېر ژر به د سنګين پر لويه لار ٣٠ د پوليسو پوستې هم جوړې کړي.
خو يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې په سنګين ولسوالۍ کې د امنيې قوماندانۍ ودانۍ او د ملي اردو کنډک د وسله والو طالبانو له لوري کلابند شوي دي.
ده وويل چې امنيتي چارواکي بايد هر څه ژر د يادې کلابندۍ د خلاصون په موخه لاس په کار شي؛ ځکه د کلابندو سرتېرو ژوند له ستونزو سره مخ دى.
دغه راز په سنګين کې قومي مشر علي شاه خان هم پژواک ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.
login or register a new account.