منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۷ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند د امنیت په موخه جوړ شوی امنیتي پلان د تطبیق په حال کې دی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۲٤ سلواغه ۹۴): د هلمند امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې جګړې روانې دي خو د امنيت د ټينګښت په موخه يې منظم پلان جوړ کړى دى.

د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د سلواغې په ٢٤مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د دغه ولايت په څو ولسواليو کې جګړې روانې دي خو وسله وال مخالفين کمزوري شوي او د کومې سيمې د نيولو توان نه لري.

ده وويل چې د امنيت د ټينګښټ لپاره یې منظم پلان جوړ کړى او د پلان ځيني برخې پلې شوې هم دي.

هغه زياته کړه: ((زموږ د دې پلان له مخې د هوايي ځواک ستونزې حل شوې او په ځينو سيمو کې د ملي اردو او پوليسو لویې پوستې هم جوړې شوې دي.))

ده وويل چې ډېر ژر به يو شمېر نوي ځوانان تر روزنې وروسته د هلمند د امنيت د ټينګښت په موخه د ملي ځواکونو په ليکو کې داخل شي.

قوماندان وايي، سره له دې چې په يو شمېر سيمو کې عمليات روان دي خو د ټولو اړتياو تر پوره کېدو وروسته به دغه عمليات نور هم ګړندي شي.

سرجنګ وايي چې بهرني ځواکونه له افغان ځواکونو سره د هوايي بمبار، تجهيز او روزنې په برخو کې  مرستې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم په سنګين ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوې دي او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

خو سرجنګ وايي چې د سنګين ولسوالۍ د لارې د خلاصون په موخه يې هلې ځلې پيل کړې او ډېر ژر به د سنګين پر لويه لار ٣٠ د پوليسو پوستې هم جوړې کړي.

خو يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې په سنګين ولسوالۍ کې د امنيې  قوماندانۍ ودانۍ او د ملي اردو کنډک د وسله والو طالبانو له لوري کلابند شوي دي.

ده وويل چې امنيتي چارواکي بايد هر څه ژر د يادې کلابندۍ د خلاصون په موخه لاس په کار شي؛ ځکه د کلابندو سرتېرو ژوند له ستونزو سره مخ دى.

دغه راز په سنګين کې قومي مشر علي شاه خان هم پژواک ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

هغه هم وويل چې په قوماندانۍ او کنډک کې امنيتي ځواکونه د طالبانو له لوري کلابند شوي دي.

خو د هلمند چارواکو د دې کلابندۍ په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، له تېرو څو مياشتو راهيسې د هلمند په مرکز او ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.

دا مهال د هلمند ولايت باغران، دېشو، موسى کلا او نوزاد ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه