کابل (پژواک،٣٠ سلواغه ٩٤) : ناپېژاندو وسله والو د ډيورنډ کرښې پورې غاړه خيبر ايجنسۍ کې يو ديني عالم وژلى دى.
پاکستانيو رسنيو د سلواغې په ٣٠مه، خبر ورکړى چې دا پېښه نن سهار د خيبر ايجنسۍ د لواړګي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې ناپېژاندو وسله والو پر يوه افغان ديني عالم مولوي عبدالحليم ډزې کړي او هغه يې وژلى دى .
راپورونه وايي، چې بريدګر له پېښې وروسته تښتېدلې دي او تر اوسه د وژل شوي افغان ديني عالم د وژنې انګېزه نه ده په ډاګه شوې.
د يادونې ده چې تېره مياشت د خيبرپښتونخوا په پېښور ښار کې ديوې چاودنې له امله يو افغان ديني عالم قاري صلاح الدين ټپي شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن