ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له موسی کلا څخه  د ملي اردو وروستۍ قرارګاه  هم ووتله

له موسی کلا څخه د ملي اردو وروستۍ قرارګاه هم ووتله

author avatar
19 Feb 2016 - 14:37
له موسی کلا څخه  د ملي اردو وروستۍ قرارګاه  هم ووتله
author avatar
19 Feb 2016 - 14:37

لښکرګاه (پژواک ۳۰سلواغه ۹۴): د  هلمند له موسی کلا  ولسوالۍ څخه د ملي اردو يوه  لويه قرارګاه او يو شمېر  پوستې چې د ولسوالۍ تر سقوط وروسته پاتې وې، تېره ورځ وتلې دي.

په دې ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد معين فقير  د سلواغې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغې قرار ګاه او د دوی د سرتېرو  شتون  په هغه سيمه کې د امنيت په ټينګښت کې ارزښت نه درلود، نو له همدې امله يې له سيمې ايستلې ده.

هغه زياته کړه، دوی  به له دې سرتېرو څخه چې  ډېر وخت په ياده سيمه کې پاتې  وو،  په يوه  بله سيمه کې ګټه پورته کړي چې د امنيت په ټينګښت کې به يې تر موسی کلا اهميت  او اغېز ډېر  وي.

دا چې دا قرارګاه به چېرې ولېږدول شي، جنرال فقير يې په اړه معلومات ورنه کړل.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې ددې قرارګاه ايستلو سره به نورې سيمې نا امنه نه شي او نه هم په موسى کلا کې دوى ته کوم زيان رسېږي.

بلخوا د هلمند د ولايتي شورا مرستيال او د موسی کلا  اوسېدونکی عبدالمجيد اخند زاده وايي، هغه تمه چې د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو د ملي اردو ځواکونو په شتون کې درلوده د قراره ګاه له وتلو سره يې تمه ختمه شوه.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دا چې د ملي اردو قوماندان، ياده قرارګاه  بې ارزښته  بولي،  اصلاُ په دې سيمه کې بلدتيا نه لري، که  چېرې  موسی کلا ټوله د وسله والو لاسته ولويږي  او هغوی هلته  ډاډه شي  بيا کولی شي، له هغې سيمې څخه  نورې سيمې نا امنه کړي.

د اخند زاده په وينا، د موسی کلا ولسوالۍ د اوسېدونکو اقتصادي حالت ډېر خراب دی، که د دولت مرستې او پروژې نه وي، بيا نو طالبان يې هر ډول مخالفت ته  تيارولی شي، چې د دولت  پر وړاندې يې تر سره کړي.

د ولايتي شورا مرستيال وايي، چې له نوزاد ولسوالۍ څخه هم د ملي اردو قرارګاه د وتلو په حال کې ده که داکار هم وشو، نو ټولې شمالي ولسوالۍ به سقوط وکړي.

د موسی کلا او نوزاد ولسواليو مرکزونه  نږدې شپږ مياشتې وړاندې وسله والو طالبان نيولي، خو د ملی اردو ځينې پوستې په  يادو  سيمو کې پاتې وې.

د وسله والو طالبانو وياند قاري يو سف احمدي هم وايي چې  تېره ورځ  يې په موسى کلا کې د پرله پسې جګړو او فشارونو په ترڅ کې د ملي اردو نهه پوستې او يوه  لويه  قرارګاه  ګرشک ولسوالۍ ته  په شا کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.