Language

د سرپرستۍ دوام د بلخ د دولتي ادارو پر چارو منفي اغېز کړی

مزارشريف (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٤): د بلخ مدني فعالان او د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې د دغه ولايت په يو شمېر دولتي ادارو کې د سرپرستانو د کار دوام به د تېرې څه باندې يوې لسيزې لاسته راوړنې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

دوی له حکومته غواړي چې په بلخ ولايت کې د چارو د ښه پر مختللو په خاطر دې د بلخ په دولتي ادارو کې د سرپرستانو په اړه تصميم ونيسي.

خو دولتي چارواکي بيا د دولتي چارو د خنډ خبر نه تاييدوي.

د بلخ د ولايتي شورا غړي محمد ابراهيم خيراندېش له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د دغه ولايت په يو شمېر ادارو کې د سرپرستانو شتون د دې لامل شوی چې دولتي چارې پر وخت ترسره نه شي.

نوموړي زياته کړه چې ملي وحدت حکومت د قانون ماتونې دوام ته لاره هواره کړې او په دې اړه بايد جدي تصميم ونيسي.

هغه وايي: ((سرپرستان ځان مسوول نه احساسوي؛ نو ځکه يې د ادارو واړه مامورين هم ورسره سمه همکاري نه کوي او همدا راز سرپرستان د خپل کار له ګزارش ورکولو هم ځان لرې ساتي؛ نو ځکه يې پر دولتي چارو منفي اغېزه کړی.))

خير اندېش وويل چې له تېرې يوې لسيزې راهيسې  بلخ د ښو پرمختګونو شاهد و چې له تېر څه باندې يوه کال راهيسې يې په ځينو ادارو کې چارې له خنډ سره مخ شوې دي.

په بلخ ولايت کې د خط نو څېړنيز بنسټ مشر عبدالقادر مصباح هم له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې په بلخ کې د سرپرستانو د کار دوام د اندېښنې وړ ګڼي.

نوموړی وايي، له بده مرغه چې د سرپرستۍ په برخه کې د قوانينو ټول موارد تر پښو لاندې شوي دي او حکومت هم په دې اړه څه نه دي کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.