منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۲ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سرپرستۍ دوام د بلخ د دولتي ادارو پر چارو منفي اغېز کړی

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

مزارشريف (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٤): د بلخ مدني فعالان او د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې د دغه ولايت په يو شمېر دولتي ادارو کې د سرپرستانو د کار دوام به د تېرې څه باندې يوې لسيزې لاسته راوړنې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

دوی له حکومته غواړي چې په بلخ ولايت کې د چارو د ښه پر مختللو په خاطر دې د بلخ په دولتي ادارو کې د سرپرستانو په اړه تصميم ونيسي.

خو دولتي چارواکي بيا د دولتي چارو د خنډ خبر نه تاييدوي.

د بلخ د ولايتي شورا غړي محمد ابراهيم خيراندېش له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د دغه ولايت په يو شمېر ادارو کې د سرپرستانو شتون د دې لامل شوی چې دولتي چارې پر وخت ترسره نه شي.

نوموړي زياته کړه چې ملي وحدت حکومت د قانون ماتونې دوام ته لاره هواره کړې او په دې اړه بايد جدي تصميم ونيسي.

هغه وايي: ((سرپرستان ځان مسوول نه احساسوي؛ نو ځکه يې د ادارو واړه مامورين هم ورسره سمه همکاري نه کوي او همدا راز سرپرستان د خپل کار له ګزارش ورکولو هم ځان لرې ساتي؛ نو ځکه يې پر دولتي چارو منفي اغېزه کړی.))

خير اندېش وويل چې له تېرې يوې لسيزې راهيسې  بلخ د ښو پرمختګونو شاهد و چې له تېر څه باندې يوه کال راهيسې يې په ځينو ادارو کې چارې له خنډ سره مخ شوې دي.

په بلخ ولايت کې د خط نو څېړنيز بنسټ مشر عبدالقادر مصباح هم له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې په بلخ کې د سرپرستانو د کار دوام د اندېښنې وړ ګڼي.

نوموړی وايي، له بده مرغه چې د سرپرستۍ په برخه کې د قوانينو ټول موارد تر پښو لاندې شوي دي او حکومت هم په دې اړه څه نه دي کړي.

مصباح زياته کړه چې د سرپرستانو د کار د دوام له امله له يوې خوا خلک مايوسه شوي او له بل لوري د خدماتو پر وړاندې کولو کې کموالی راغلی دی.

هغه زياته کړه: ((ډېری سرپرستان کاري پلان نه لري؛ ځکه هغوی ګومان کوي چې نن يا سبا به له دندې لرې کړای شي؛ نو ځکه ځان ته کاري پلان نه جوړوي چې له همدې امله د خدماتو په وړاندې کولو کې ستونزې رامنځته شوې دي.))

نوموړی دا هم وايي چې د بلخ ولايت په يو شمېر ادارو کې چې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي، واسطه بازي او فساد موجود دي چې حکومت بايد ورته جدي پاملرنه وکړي.

 د هغه په وينا، که حالت همداسې دوام وکړي، نو په بلخ کې د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې به تر پوښتنې لاندې راشي.

په همدې حال کې د بلخ مسوولين بيا په دولتي ادارو کې د چارو پر وړاندې هر ډول خنډ رامنځته کول ردوي او وايي چې ټولې چارې په نورمال ډول روانې دي.

د بلخ ولايت مقام د تخنيکي او سکتوري څانګې رييس ذبيح الله اختري پژواک ته وويل چې د بلخ ولايت د ټولو دولتي ادارو کارونه په عادي ډول پر مخ ځي او په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نشته؛ خو نوموړی زياتوي، چې په يو شمېر ادارو کې د سرپرستانو موجوديت د دې سبب شوی چې په يادو ادارو کې ابتکاري کارونه نه ترسره کېږي.

هغه وړاندې وويل چې په دغه ولايت کې ټول خالي بستونه يې ازاد رقابت ته وړاندې کړي او ډېر ژر به نوي کسان پر دندو وګوماري.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د خلکو په مرسته به د دولتي چارو د لا ښه سمون او پرمختګ لپاره هڅې کوي.

دغه راز د بلخ د کار او ټولنيزو چارو چارو رييس مطيع الله پژواک اژانس ته وويل چې دى له تېرو درېيو مياشتو راهيسې سرپرست دى.

هغه وايي چې سرپرستي د ښې حکومتولۍ پر وړاندې يو خنډ دى او دوى نه شي کولى د قانون په چوکاټ کې ښې کړنې ترسره کړي.

ده وويل چې دوى د قانون له مخې يو شمېر کارونه نه شي ترسره کولى چې له امله يې هم د ادارې او هم د خلکو کارونه پر وخت نه خلاصېږي.

د يادونې ده چې له تېر يوه کال راهيسې د بلخ ولايت د سرپرست والي له خوا اداره کېږي او تر څنګ يې د ولايت د مرستيا والي څوکۍ له تېرو شپږو مياشتو راهيسې خالي ده.

سربېره پر دې يو شمېر رياستونه او د ځنيو ولسواليو دولتي چارې هم د سرپرستانو له لوري پر مخ وړل کېږي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست