Language

د بلخ د سږني کانکور د ګډونوالو شمېر ۳۰ سلنه کم و

مزارشريف (پژواک، ۲ کب ۹۴): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د کانکور ازموينه پيل شوه چې د ګډون کوونکو شمېر د تېر کال په پرتله ۶۰۰۰ تنه کم و.

تېر کال په بلخ کې د کانکور ازموينې د ګډون کوونکو شمېر ۲۲زره تنه و، خو سږ کال دغه شمېر ۱۶زره ته راټيټ شوی دی.

د بلخ ولايتي شورا د کانکور ازموينې د ګډون کوونکو د شمېر کمښت په روان کال کې بهرنيو هېوادونو ته د ځوانانو تېښته په ګوته کړه.

په بلخ پوهنتون کې د کب په ۲مه د دوولسم ټولګي له فارغينو څخه د کانکور ازموينه پيل شوه.

د يادې ازموينې د اخيستنې لپاره له کابله د راغلي پلاوي مشر احمد جاوېد رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال په بلخ د کانکور ازموينې لپاره۱۶۱۵۰زده کوونکو ځانونونه ثبت کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې ياده ازموينه به په راتلونکو څلورو ورځو کې بشپړه شي.

د هغه په وينا، د کانکور ازموينې د اخيستنې په برخه کې د رامنځته شوو بدلونونو له امله به د ازموينې چارې په رڼه توګه ترسره شي.

رسولي وويل، دوی ډاډه دي چې سږ کال به د کانکور ازموينه کې حق حقدار ته وسپارل شي.

خو د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکتر محمد افضل حديد چې د ازموينې د پيلېدو په مراسمو کې يې ګډون درلود، پژواک ته وويل چې دوی به چا ته هم اجازه ورنه کړي چې د بلخ له زده کوونکو سره خيانت وکړي.

نوموړي زياته کړه چې په ياده ازموينه کې ۴۱۲ ګډون کوونکي د ځينو تخنيکي او نورو ستونزو له امله له ازموينې پاتې شوي دي.

د هغه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.