مزارشريف (پژواک، ۲ کب ۹۴): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د کانکور ازموينه پيل شوه چې د ګډون کوونکو شمېر د تېر کال په پرتله ۶۰۰۰ تنه کم و.
تېر کال په بلخ کې د کانکور ازموينې د ګډون کوونکو شمېر ۲۲زره تنه و، خو سږ کال دغه شمېر ۱۶زره ته راټيټ شوی دی.
د بلخ ولايتي شورا د کانکور ازموينې د ګډون کوونکو د شمېر کمښت په روان کال کې بهرنيو هېوادونو ته د ځوانانو تېښته په ګوته کړه.
په بلخ پوهنتون کې د کب په ۲مه د دوولسم ټولګي له فارغينو څخه د کانکور ازموينه پيل شوه.
د يادې ازموينې د اخيستنې لپاره له کابله د راغلي پلاوي مشر احمد جاوېد رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال په بلخ د کانکور ازموينې لپاره۱۶۱۵۰زده کوونکو ځانونونه ثبت کړي دي.
نوموړي زياته کړه چې ياده ازموينه به په راتلونکو څلورو ورځو کې بشپړه شي.
د هغه په وينا، د کانکور ازموينې د اخيستنې په برخه کې د رامنځته شوو بدلونونو له امله به د ازموينې چارې په رڼه توګه ترسره شي.
رسولي وويل، دوی ډاډه دي چې سږ کال به د کانکور ازموينه کې حق حقدار ته وسپارل شي.
خو د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکتر محمد افضل حديد چې د ازموينې د پيلېدو په مراسمو کې يې ګډون درلود، پژواک ته وويل چې دوی به چا ته هم اجازه ورنه کړي چې د بلخ له زده کوونکو سره خيانت وکړي.
نوموړي زياته کړه چې په ياده ازموينه کې ۴۱۲ ګډون کوونکي د ځينو تخنيکي او نورو ستونزو له امله له ازموينې پاتې شوي دي.
د هغه په وينا، بلخ پوهنتون ته له کابله د ازموينې راغلی پلاوی او پوهنې رياست بايد د يادو زده کوونکو ستونزه حل کړي.
د مزارشريف ښار د دقيقه بلخي لېسې فارغ ميرعباس حسن زاده پژواک ته وويل چې د ای ډي نمبر د نه ورکړې له امله له ازموينې پاتې شوی دی.
نوموړي زياته کړه: (( له دوولسمه فارغ يم، د کانکور فورمه مې ډکه کړې؛ خو بيا هم راته ای ډي نه راغلې، هر ډول چې وي له خپله حق څخه دفاع کوم او په کانکور ازموينه کې بايد برخه واخلم.))
د بلخ پوهنتون رييس مکمل الکوزي پژواک ته وويل، هڅه کوي چې د کانکور پروسې ته ثبت ټول فارغين په ازموينه کې برخه واخلي.
نوموړي زياته کړه چې ځيني کسان د تخنيکي ستونزو له امله له ازموينې پاتې شوي چې ممکن د امتحان تر وروستۍ ورځې يې ستونزې حل شي او په کانکور کې برخه واخيستلی شي.
د هغه په وينا، سږ کال بلخ پوهنتون د کانکور د ۴۰۰۰ برياليو ګډون کوونکو د جذب امکانات لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










