کندهار ، خوست (پژواک، ٨ کب ٩٤): ځانګړو امنيتي ځواکونو د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې عمليات کړي، ٧ تنه وسله وال يې وژلي، ٢ يې ټپيان کړي، ٣ يې ژوندي نيولي او دغه راز د هغوى دوه پټنځايونه له منځه وړل شوي دي.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه شپني عمليات د يادې شوې ولسوالۍ په دويان سيمه کې د ځانګړو ځواکونو له خوا شوي.
هغه زياته کړه، دغه عمليات د کره کشفي معلوماتو پر بنسټ شوي چې په پايله کې يې ٧ وسله وال وژل شوي، ٢ ټپيان شوي او ٣ تنه چې مقاومت يې کاوه ژوندي نيول شوي دي.
دى وايي، وسله والو په دې سيمه کې دوه پټنځايونه لرله چې له منځه وړل شوي او ورڅخه ٣ کړۍ ماينونه. ٢٠ کيلوګرامه باروت، ١٥ د ماين پټاکۍ، ٢ ميله تومانچې، ٣ موټرسايکلونه او نور تر لاسه شوي دي.
د ده په خبره، په دې عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
د امنيې قوماندانۍ وياند دغه راز په نېش ولسوالۍ کې هم د يوې پېښې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل تېره شپه وسله والو مخالفينو د يادې شوې ولسوالۍ په حاجي عالم سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى.
نوموړى وايي، د بريد پر مهال يو وسله وال وژل شوى او له هغه څخه يو ميل کلاشينکوف او ٥ بوتلي ماينونه تر لاسه شوي او په دې پېښه کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى.
د يوه بل خبر له مخې ، امنيتي ځواکونو د ارغنداب ولسوالۍ په جازي سيمه کې عمليات کړي ، د وسلو يوه زېرمه يې نيولې او ٥٣ ميله بېلابېلې تومانچې ورڅخه تر لاسه شوې دي.
درانى وايي، په دې تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو موضوع تر څېړنې لاندې ده.
بل خوا د کندهار ښار د ١٢مې امنيتي حوزې په ساحه کې يو وسله وال چې ګومان کېږي د هدفي وژنو تنظيموونکى به وي له دوو نورو مشکوکو وګړو سره يو ځاى نيول شوى.
د امنيې قوماندانۍ وياند د نيول شوو کسانو په اړه ډېر جزييات ور نه کړل او ويې ويل چې له هغوى پلټنې روانې دي.
دغه راز د کندهار ښار د ٥مې امنيتي حوزې د سرې جامع په ساحه کې بيا يو وسله وال غل له پوليسو سره په نښته کې وژل شوى دى.
login or register a new account.