پل علم(پژواک،١٠کب٩٤):دلوګر چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د ماين پاکۍ موسسې ټول تښتول شوي موټر او چلوونکو خوشې شول.
دوه ورځې وړاندې وسله والو د لوګر په مرکز پل علم کې د سټرلينک ماين پاکۍ موسسې ٧ موټر او چلوونکي له ځانه سره بيولي و.
افغان امنيتي ځواکونو تېره ورځ د يو لړ عملياتو په ترڅ کې پنځه موټر او درې چلوونکي له وسله والو څخه را خوشې کړي و خو ځينې ورسره پاتې و.
د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د والي وياند سليم صالح د کب١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د سټرلينګ ماين پاکۍ موسسې پاتې موټر او کارکوونکي هم را خوشې کړل.
ده وويل: (( دغه موټر چلوونکي او موټر د اب چکان په سيمه کې په يو کور کې ساتل کيدل چې امنيتي ځواکونو پرې عمليات وکړل او ټول يې را خوشې کړل.))
د جاويد په نوم يو تن تښتول شوي موټر چلوونکي پژواک ته وويل : (( وسله والو له موږ سره بد چلند کاوه، وهل يې راکړل او ډوډۍ يې هم نه راکوله.))
ده له امنيتي ځواکونو مننه وکړه چې دوى يې د وسله والو له منګلو څخه وژغورل.
تيره ورځ د لوګر والي محمد حليم فدايي ويلي چې دغه کسان وسله والو طالبانو تښتولي دي.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې دغه کار طالبانو نه دى کړى.
هغه وويل: (( که دغه کار طالبانو کړي وي نو ژر به يې په اړه اقدام وشي.))
د يادونې ده چې په تېر يوه کال کې څلور ځله وسله والو له مرکز پل علم او خوښۍ ولسوالۍ څخه د هلوټرست موسسې ماين پاکوونکي او موټر له ځانه سره بيولي و چې بيا د يو لړ عملياتو په ترڅ کې بېرته را خوشې شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن