Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې نهو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

زابل کې نهو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
1 Mar 2016 - 13:59
زابل کې نهو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
1 Mar 2016 - 13:59

کلات ( پژواک، ١١ کب ٩٤) : چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ٩ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د کب په يوولسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات نن سهار په شاه جوی ولسوالۍ کې پيل شوي وو.

هغه زياته کړه، چې د استخباراتي راپورونو پر اساس يو شمېر وسله والو طالبانو د شاه جوى ولسوالۍ په باره خېلو او زرګران سيمو کې فعاليتونه درلودل .

د  فراهي په خبره ، د شاه جوى سيمه ييزو پوليسو نن سهار پنځه بجې د يو کمين په ترڅ کې پر دغو طالبانو بريد وکړ، څلور تنه يې ووژل او پنځه نور يې ټپيان شوي دي.

فراهي وايي، چې په دې نښته کې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.

د هغه په وينا، پوليسو موټرسايکلونه ، وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.