Language

مزارشریف کې د نوروز جشن لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي

مزارشريف (پژواک، ۱۸ کب ۹۴): د بلخ دولتي او امنيتي مسوولين وايي چې په مزارشريف كې يې د نوي كال د جشن د نمانځنې او د جنډې د پورته كېدو د مراسمو لپاره د تېرو کلونو په پرتله جدي امنيتي تدابير نيولي دي.

هر كال د وري په لومړۍ نېټه د بلخ په مركز (مزارشريف) كې د نوروز جشن په ځانګړو مراسمو کې نمانځل كېږي او په روضه شريفه كې د شاه ولايت ماب جنډه پورته کېږي چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر په زرګونو خلک او دولتي چارواکي په کې برخه اخلي.

د بلخ د سرپرست والي وياند منير فرهاد د کب په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ۱۳۹۵ لمريز کال د نوروز جشن د ترسره کېدو په موخه د ځانګړو امنيتي تدابيرو پلان چمتو او د کب مياشتې له لومړيو يې د عملي کېدو چارې يې پيل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په دغو امنيتي تدابيرو کې ټول افغان ځواکونه، ملي پوليس، ملي اداروو ملي امنيت په پوره توګه برخه اخلي.

د هغه په وينا، د نوروز جشن لپاره سږنی امنيتي چمتوالی د تېرو کلونو په پرتله خورا توپير لري او په پوره جدي توګه يې د عملي کېدو چارې روانې دي.

فرهاد وويل چې له تېرو دوو ورځو د بلخ ولايت په ځينو سيمو کې د سرپرست والي عطامحمد نور په رهبرۍ عمليات روان دي.

نوموړي زياته کړه چې دمګړۍ دغه عمليات د بلخ ولايت په کشندې او زارې ولسواليو کې پر مخ ځي چې تر دې دمه په کې ۵ وسله وال مخالفين وژل شوي او۷ ژوندي نيول شوي دي.

د هغه په وينا، د ښار شاوخوا يې امنيتي كمربندونه او شريدونه زيات کړي چې په مرسته يې ښار ته د ننوتو ټولې لارې تر څار لاندې دي.

د بلخ د امنيې قومانداني وياند شېرجان دراني وويل چې د مزارشريف ښار شاوخوا ټولې سيمې د کب مياشتې له لومړيو تر څار او کنټرول لاندې دي.

نوموړي زياته کړه چې د مزار- شبرغان او مزار- کابل پر لويو لارو ځای ځای سترې امنيتي پوستې او فرعي کمربندونه جوړ شوي دي.

د هغه په وينا، د مزار- شبرغان پر لويه لارې، هره فرعي پياده او سپره لاره چې له سړک سره نښتې؛ فرعي پوستې يې پر وړاندې لګېدلې دي.

همداراز د مزار- کابل پر لويه لاره هم ورته فرعي پوستې لګېدلې دي.

login or register a new account.